www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

تاریخ نشر:25.03.2010

ک. کمال

بې کسي که بې وسي ؟

په تیرو څو ورځو کې مې ښایسته ډیرو انترنت پاڼوکې د ډاکترنجیب الله او د ځوانیمرګ احمدزي د قبرونو انځورونه ولیدل. دښاغلی او منلی ډاکتر خاکستر ډیره ښکلی تبصره مې ورباندې ولوسته چې د عواطفو په وریښمین بستر کې یې راونغاړلم. خاکسترصاحب زموږ عاشق پاچا٬ زموږ د میکدو ګدا٬ خو زموږ د رزمونو او بزمونو سردار له شرافت او معنویت نه ډکه ابدي ماڼئ د ځینو د عشق د قاتلانو٬ د وریځو د غلامانو او د رڼا د غلیمانو له معنویت نه تشو ماڼیوسره پرتله کوي او څه هم ماڼیجن پدې ښکاري چې ولې دځینو نورو پرخلاف دیو سردار قبر بی هیچ کتیبه و هیچ ضریح...یک توغ و دوسنګ ده.

دم ګړۍ خو زه د خاکستر صاحب پدې حالت تبصره نه کوم یوازې ورته د درناوئ له ګلونو ډکه غونچه وړاندې کوم او د یو ځوان او زبردست شاعر عبدالرزاق رحی د هغه شعر لوستلوته یې چې دیک بام و دو هوا ترعنوان لاندې دنجیب الله٬ چرا وچګونه مصالحه نومي کتاب کې خپور شویده رابولم٬ هلته چې په حقیقي نړئ کې د نجیب الله مقام ښه راپیژني. زه پدې باوریم چې د نجیب الله معنوي ماڼۍ تر ټولو هغو ګومبز لرونکو څخه چې د خاکسترصاحب په مقاله کې راغلی لوړه٬ دنګه او ښکلی ده، خاکستر صاحب پدې پوهیږي چې شهر عشق ګدایان معتبر دارد. زه په نږدې راتلونکې کې پدې واقعیت ایمان لرم چې کله زموږ دکلی په سر د تورو وریځو لښکر  د رڼا په مټ ماتې وخوري نجیب الله ته به نور نجیب بابا ویل کیږي او قبر به یې دعامو او خاصو زیارتګاه وي٬ نر او ښځې به یې د قبر جنډې او توغ پخپلو سینو موښي او د خپل د مراد د ترلاسه کولو غوښتنې به کوي٬ خلک به میلو ته ورځي او ځوانان به د دیدار په شیبو کې د خپل راتلونکي په هکله د نجیب بابا په زیارت کې سره ژمنې کوي. نجیب بابا به دا هرڅه ویني او هیله به کوي چې کاش! زر وارې ژوندی شم او زر وارې د خلکو د سوکالۍ او د هیلو د ترسره کولو په لار کې همداسې هسکه غاړه شهید شم.

ماته هم د جوړه ورونو قبرونو لیدو او د خاکستر صاحب تبصرې سوژه راکړه او یو نیمګړی شعر مې ولیکه چې دې په بڼه کې سپیرو قبرونو کې پرتو دوه زړورو ورونو ته یې ډالۍ کوم.  

     

داستا تلپاتې د عمرونو هجران

او

په تورو شپوکې دې په سرو لارو تلل

د اریانا چوک د محشر په ډګر

ستاد وطن یادکفنهنګامه

بیا دی یوازې...

د دیوانو سره جنګ او جګړه

اوس دې په سرو وینو لړلی کمیس

چیرته د اوښکو په کوم سین پریمنځم ؟!

خلک پیغور دبې کسۍ راکوي

خو زه بې وسه٬ بې وسي ژاړمه

مانه خوسر اووزردواړه لاړل

له طلایي قفس نه

زه الوتلی نه شم

ته د جانان په غیږ کې٬ خپل وصالونه خانده

زه به د وخت تیارو ته

مړه څراغونه ژاړم

اوس زه کوم ویر  وګالم ؟!

یوه دې لار  نیمګړی

بل زه بې وسه مارغه

او بل دالوی غمونه

زموږ  دا ټیټ غږونه

نه یې څوک اوري

نه پرې غوږ  ږروي

خوزه باور لرمه

چې زه یوازې نه یم

بس لږ د وخت خبر ده

زما دکلی ټول ړانده کاڼه به

خامخا ځان پوه کوي

بیا به د وخت...

دتا پرلاس د لګیدلی ډیوې

د رڼاګانو په مټ

له ترګمو راوځي

او د یار  د وصل ترښار

به په سر نیغه شمله

په اتڼونو ورځي

 
 

   کورپاڼه | صفحه اصلی  

email: payamewatan@yahoo.com
 

 

استفاده و نشر مجدد مطالب پیام وطن تنها در صورت ذکر منبع اصلی نشر آن مجاز میباشد