www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

د خپریدو نيټه / تاریخ نشر:12.11.2013

د خواخوږۍ پیغام

 په ژورې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې دافغانستان خلکو او د مترقي غورځنګ نه ستومانه کیدونکی مبارز او په ځانګړي ټوګه پکتیکا خپل یو اصیل بچی له لاسه ورکړ، جنرال عبدالوهاب (راز) ددې دنیا نه د تل لپاره سترګې پټې کړې.

إنا لله وإنا إليه راجعون

په دې وسیله د خدای بخښلي ارواح ښاد جنرال عبدالوهاب راز د ناڅاپي مړینې له کبله خپله غمشریکي او همدردي دده کورنۍ، دوستانو، ملګرو او په ځانګړي توګه د پکتیکا ځوریدلي ولس ته چې یو ځل بیا ددې ملي ماتم په ساحل لاهو شول، وړاندې کوم. ده ته جنت، او دده کورنۍ، دوستانو او ملګرو ته تسلیت او صبر غواړم.

 خدای بخښلی وهاب راز ما له پینځه کلنۍ را په دې خوا پېژاند، هغه یو منلی، سپېڅلی، زړه سواند، عالم، حلیم، لیکوال، سیاست پوه، په ولس او وطن مین او د عالي معنوي تفکر خاوند و. پرته له مبالغې ویلی شم چې هغه د پاک نفسۍ او پرهېزګارۍ یو با وجدانه او د لوړ کرکتر علي شخصیت و، او دغه ځانګړتیاوې او ممیزات په ده کې هر چا پیدا کولی شول.

دا چې ارواح ښاد وهاب راز نن زموږ په منځ کې نشته او د مترقي غورځنګونو په منځ کې یوه لویه تشه رامنځ ته کړې، خو په ډاډ سره وېلی شم چې ګران افغانستان او د هغه شریف ولس خپل اصیل بچیان نه هیروي او د عبدالوهاب راز نوم به هم د نوښتګرو غوځنګونو په تاریخ کې تلپاتې وي.

په دې ډول یو ځل بیا غواړم د خپل ټپي زړه ویرجن احساس په خپل شعر کې دده پتمنې کورنۍ او د افغانستان ځوریدلي ولس ته ډالۍ کړم.

حسام الدین حسام

هالند ۲۰۱۳ د نومبر ۱۲


 د وطن بورا ته
ګران ملګري عبدالوهاب راز ته

د ډک زړګي تسلي چا ته ورکړم
دا د پېړۍ راز د ساتلو نه دی
نن هغه (راز) چې مې په راز شریک و
د هغه مرګ خو د منلو نه دی
عذر به څومره ساړه آه ته ورکړم
چې خوار نصیب دغه تالا ته ورکړم

ربه دا زړه د دریدو کله و
دغه برجل د نړیدو کله و

***

یتیم وطن کې په ژړا را لو ی شو
د ورکو هيلو په غوغا را لوی شو
دې شنه آسمان ته، په انګولا را لوی شو
چوپو دردو کې په چوپیا را لوی شو
بورا د خدای په کور کې ساه ورکړله
غېږ ملایکو  تر پخوا ورکړه

ربه دا زړه د دریدو کله و
دغه برجل د نړیدو کله و

***

قفس سینه کې زمانې پرتې وې
د یرغلګرو
فلسفې پرتې وې
د ګران وطن لوېۍ نقشې پرتې وې
هم سباوون ته هنګامې پرتې وې
د اوښکو څاڅکي کوم دریا ته ورکړم
د ژړا داغ کومې خندا ته ورکړم

ربه دا زړه د دریدو کله و
دغه برجل د نړیدو کله و

***

زړه یې بوډا، خو وه امسا د وطن
پکې پرته وه روبنا د وطن
هم بامیان هم پکتیکا د وطن
تل عبادت یې و ثنا د وطن
د راز کلي کوم انبیا ته ورکړم
یتیمه مینه به یې ارواح ته ورکړم

ربه دا زړه د دریدو کله و
دغه برجل د نړیدو کله و

***

د مات زړګي یې تل سجده وه ورته
جوړه یې ځاله کې کعبه وه ورته
برجل یې پټه خزانه وه ورته
مینه یې پاکه پښتنه وه ورته
د انصاف تول ، کوم مسیحا ته ورکړم
نارې سورې ، کومې غوغا ته ورکړم

ربه دا زړه د دریدو کله و
دغه برجل د نړیدو کله و

***

د قلم اوښکې د زړګي رېنګې دي
په زولنو کې د طوطي رېنګې دي
د اسیر زړه د آزادي رېنګې دي
پردېس حسام کې انګارې رېنګې دي
تندر آسمان، د افغانستان نیولی

هم یې زړګی هم یې ایمان نیولی

د وهاب جان مینه په چا وکړمه
که په تقدیر باندې بلوا وکړمه

ربه دا زړه د دریدو کله و
دغه برجل د نړیدو کله و

 

 

  کورپاڼه | صفحه اصلی

email: payamewatan@yahoo.com
 

 

استفاده و نشر مجدد مطالب پیام وطن تنها در صورت ذکر منبع اصلی نشر آن مجاز میباشد