www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

د خپریدو نيټه / تاریخ نشر:28.07.2012

لیکونکی: عتیق پاڅون

د بصیر کامجو  د لیکنې ارزونه

د بصیر کامجو لیکنه د راهبرد حل اساسی مسئله ملی در افغانستان  تر عنوان لاندې په جون میاشت کې د آریائی نومي ویب سايټ له لارې خپره آو اوس هم د هماغې ویب پاڼې د مقالاتو په ارشیف کې پرته ده.

د پورته یاد شوي لیکوال ژوندلیک چې په یوه افغاني ویب پاڼه کې خپور شویدی د نوموړي پر شخصي کرکټر آو همدا راز د هغه پر کړنو په زړه پورې رڼا اچوي آو د هغه د پرون آو نن تړآو د قضاوت په تله کې ارزوی. نو بې ځایه نه بولم چې خپل لوستونکي یادشوي متن لوستلو ته رآوبولم چې د همدې لیکنې په پای کې رانقل شوې.

په مختلفو اشکالو، وسائلو آو ذرایعو آو د مختلفو اساساتو پر مبنا د یوه هیواد د خلکو تر منځ د نفاق، دښمنۍ، خصومت آو ستونزو پیدا کول د دښمن د استخباراتو د رواني جنګ یوه ډیره مهمه برخه جوړوي.

د دښمنو دولتونو څارونکې اجنسي ګانې هڅه کوي په مطلوب هیواد کې خاین، ماجراجو، فرصت طلبه آو منفعت جو عناصر په نښه، استخدام آو د دوی په ذریعه د خپل پلان په اساس په  هغه هیواد ې ګڼ تخریبي فعالیتونه آو منجمله د هغه هیواد د وروڼوقومونوآو خلکو تر منځ په تصنعي شکل دښمني جوړه آو وضعه په خپله ګټه بې ثباته کړي. چې له بده مرغه زمونږ د ګاونډیانو ایران آو په ځانګړې توګه پاکستان استخبارات له کلونو راهیسې زمونږ په ګران هیواد افغانستان کې خپله د افغانانو په لاس همدا کار کوي چې د بصیر کامجو دا لیکنه (مقاله) د هغه یوه ډیره ځلانده بیلګه ده.

د پردیو دا رنګه اجیر آو مزدور عُمال بی له شکه په خپله د خپل ځان په هکله دا لاندې مطالب په اثبات رسوي:

۱- رواني غیر نارمل حالت آو د ذهنی صدمې لیدنه.

۲- د دښمنو هیوادونو په استخباراتو پورې تړاو.

۳- دا وګړي ځان په هیڅ ډول افغانان آو د افغانستان نه بولي بلکه ځانونه بیګانه آو میلمه احساسوي چې ګنې په افغانستان کې لنډمحاله استوګنه لري، تر هغه وخته چې دوی هر رنګ امتیازات آو مقامونه تر لاسه کولی شي افغانستانیان دي نه افغانان آو کله چې مقامونه آو امتیازات ځنې واخستل شول بیا د وطن آو خلکو پر ضد عمل کوي.

۴- دا ډله وګړي د افغانستان په ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي یو والي آو نورو ملي ارزښتونو باندې هیڅ بند آو خلاص هم نه دي آو لکه چې دمخه وویل شول آن د امتیازاتو آو مقامونو د لرلو په وخت کې هم ځانونه افغان نه بلکه خراسانی یا لږترلږه افغانستانی بولي (بصیر کامجو، لطیف پدرام آو داسې نور د دې ادعا د اثبات څرګنده بیلګې دي ).

۵- د پوهې آو سواد ډیره ټیټه کچه: دښمن هیڅ کله نه شي کولی چې پوه آو با سواده انسانان د خپلو خلکو پر ضد وکاروي نو همدا وجه ده چې دوی زمونږ ښوونځي را سوځي آو د زده کوونکو د مسمومولو آو ویرولو له لارې د هغوی د بی سواده پاته کیدلو لامل ګرځي. د بیلګې په توګه کامجو د ملی ستم، شووینیزم، ملی هویت، ژبنی هویت، قبیله، ملی حقوق  آو داسې نورو اصطلاحاتو په مفهوم نه پوهیږي آو په غلطه توګه ئې کاروي، دی افغانان قبیله بولي آو نه ملت...

۶- په دوی کې د وطن پالنې د احساس بشپړ نشتوالې: ځکه چې پوه آو با سواده انسانان، وطن پاله انسانان په هیڅ قیمت د خپل ټاټوبي آو خلکو سره د جفا آو خیانت د پاره نه حاضریږي.

نوموړې په خپله لیکنه آو یوه راخیستل شوي شعر کې په  افغانستان کې د وضعې د بې ثباته کولو د پاره د خلکو تر منځ بې اتفاقي تبلیغوي آو ملي اقلیتونه د پښتنو پر ضد را پاروي، په داسې حال کې چې له یوې خوا پخپله د ملي، تاریخي آو ژبنیو ارزښتونو یادونه کوي مګر له بلې خوا د نورو دا ارزښتونه  په کلکه ردوي. دی د خپلې لیکنې په یوه برخه کې لیکي حل اساسی مسئله ملی در کشور ما، در حقیقت پایان دادن قطعی به ستم ملی است. یعنی بهره کشی ملیت ها و ګروهای اجتماعی تحت ستم بوسیله رهبران اقوام حاکم افغان- پشتون برای همیشه از بین برود.

بل ځای لیکي: با به قدرت رسیدن حاکمان شوونیزم قبیله در کشور ما- ریشه های هستی این دو هویت با ارزش تاریخی:

- هویت ملی خراسانی و

 - هویت فرهنګی و زبانی زبان فارسی

یکی پی دیګری خشکیده میشود... (حل اساسی مسئله ملی) هر یک: (تغیر نام افغانستان به خراسان و یک زبانی فارسی بمثابه زبان رسمی تفاهم ملی)...

د دې بیګانه پرسته له بیوګرافۍ نه معلومیږي چې ده د شوروی اتحاد د مارکسیزم- لینینیزم په انستیتوت کې فلسفه لوستې آو که له زده کړو ئې ډیره کمه استفاده هم کړې وي نو بیا په دې کلیدی موضوع باید پوه وي چې ستم آو امتیازات دواړه ملی نه بلکه طبقاتی پدیدې دي. په دې مانا چې کوم امتیازات که پښتنو فیوډالانو آو یا پانګه والو اخستي وی آو اخلي یې همدغه امتیازات د ازبکو، تاجکو، هزاره وو  آو نورو قومونو فیوډالانو آو پانګه والو هم اخستي آو اخلي ئې آو هغه رنځ آو محرومیت چې پښتنو نیستمنو ګاللې، سم هماغه رنځ د هزاره ؤو، ازبکو آو تاجکو نیستمنو هم ګاللې دی، لا زما په اند په پښتنو کې به د افغانستان د نورو توکمونو په پرتله نیستۍ آو بیوزلي آو نیستمن کسان ډیر زیات وي.

نوموړې په ډیره سپین سترګي سره د افغانستان آو نړۍ د تاریخ یوه ډیر ستر شخصیت لوی احمد شاه بابا ته چې افغانان آو افغانستان ئې د پردیو له ستم آو سلطې څخه وژغورل سپکاوې کوي آو هغه د احمد خان ملتانی په نامه یادوي. احمد شاه بابا په کال ۱۷۲۲ کې په هرات کې زیږیدلی آو په کال ۱۷۴۷ کې په قندهار کې پاچایي ته رسیدلی. ملتان په اصل کې د هند مګر نن د پاکستان یو ښار دی. دا هم شوه پوهه آو معلومات. پر ځان د ډاکتر لقب لیکي، خو د حیرانتیا وړ دا ده چې ده چیرې - له کومې علمي مؤسسې آو په کوم علم یا علومو کې - دکتورا اخستې؟

دی پښتانه بادیه نشین آو کوچیان بولي چې د سلیمان د غره ختیځ ته اوسیدل آو یوازې ۴۶۰ کاله پخوا یعنی د ۱۵۵۲ کال نه وروسته ئې اوسني افغانستان ته مهاجرت کړی دی. حال دا چې د نړۍ ډیر معتبر تاریخی اسناد په ګوته کوي چې پښتانه هغه لومړي آریائیان دي چې د لوی مهاجرت چې د ۱۵۰۰- ۲۰۰۰ ق. م په شاوخوا کې شوې په اوسنی افغانستان، اوسني هند، اوسني پاکستان آو د سیمې په نورو ځایونو کې میشت شوي آو کیدی شي چې وروسته بیا دوی په بیلو وختونو آو بیلو مقیاسونو کې له دې سیمې نورو ځایونو ته هم خپاره شوي وي.

د موجوده تاریخی اسنادو په روایت د پښتون کلمه د لومړی ځل لپاره د ویدا په ډیر پخوانی مذهبی کتاب  کې له میلاد نه مخکې د ۱۴۰۰ کال په شآوخوا کې د پکتهاس په بڼه راغلې آو د تاریخ پلار هیرودوتس دا کلمه د ۵۰۰ ق. م په شآوخوا کې د پکتیان یا د پکتیکا د هیواد د اوسیدونکو په توګه ذکر کړیده.

په هر حال، زمونږ د خلکو آو هیواد اساسي ستونزه نه د هغه نوم دی آو نه ژبه، دا په خپله یوه ستره دماګوژي آو د خلکو غولونه ده، ګورۍ په حقیقت کې د افغانستان رسمي، دولتي، علمي، نظامي آو دیپلوماتیکه ژبه دری ده چې په اصل کې د یوه اقلیت ژبه ده مګر هیڅ چا هم تر اوسه په دې هکله هیڅ اعتراض نه دی کړی. په حکومت، پارالمان، قضا، لوړو آو مسلکي تحصیلي مؤسساتو آو افغان دیپلوماتیکو نمایندګیو کې همدا ژبه په کاریږي خو هیڅ چا هیڅ هم نه دي ویلي، زمونږ په ملي ترمینالوژۍ کې یو څو پښتو نومونه وه لکه پوهنتون، ستر درستیز، لوی درستیز،ښاروال، ښاروالي آو داسې نور. د دې ټولو په ځای اوس اصیل ایراني کلمات لکه دانشګاه، ستاد ارتش ، رئیس ستاد ارتش، شهردار ، شهر داری آو نور را وارد شول آو اوس لا کامجو غواړي چې نه د افغانستان دری بلکه د ایران فارسی دې د افغانستان یواځنۍ ژبه آو د ایران د یوه استان (ایالت) نوم خراسان دې زمونږ د هیواد نوم شي.

 د خراسانی، هراتی، قندهاری، افغانستانی کلمات هره یوه یوې مشخصې جغرافیائي منطقې ته منسوبیت ښیي نه د ملیت آو یا ملت نوم.

ما په خپل یوه اثر مرور کوتاهی بر تاریخ افغانستان و قضیه پشتونستان آو نورو لیکنو کې د اریانا، خراسان، افغانستان، افغان آو افغانستانی مفاهیم په مکمله توګه توضیح کړي، که څوک په دې هکله سوال لري دې اثر ته دې مراجعه و کړي.

 اساسی خبره خو دا ده آو کامجو آو نور د ده همفکران په دې ډیر ښه پوهیږي چې د افغانستان نوم یا ژبه په افغانستان کې هیڅ پروبلم هم نه دي، که زمونږ د هیواد نوم افغانستان وي،  اریانا یا  خراسان آو زمونږ رسمي ژبه که پښتو وي یا دري دا به زمونږ هیڅ کوم پروبلم هم را حل نه کړي بلکه مونږ نور ډیر عاجل پروبلمونه لرو چې هغه د سراسري امنیت نشتوالی، فقر، پیسوادي آو ناپوهي، اداري فساد آو رشوت، قاچاق، د زورواکو له خوا د ملي شتمنیو غصبیدل، له اقتصادي پلوه په بهرنيو هیوادونو آو باندنیو مرستو مطلقه تکیا، ډیر سخت بیرته پاته والي  آو داسې نور دي چې باید سملاسي مبارزه ور سره وشي آو دا ټولنیز پروبلمونه حل شي.

زه ټولو افغانانو ته وینا کوم چې دا ډول لیکنې آو په دې لاره آو مجرا کې فکر کول زمونږ په ګټه نه دي، مونږ سره بیلوي، مونږ ضعیفوي آو د دښمنانو خولې ته مو د یوې ښې مړۍ په توګه برابروي.

د افغانستان له آوږدې تجزیې آو ټوټې والي (۱۵۱۵-۱۷۰۹) وروسته کله چې افغان مشران په اتلسمه پیړۍ کې وتوانیدل افغانان د یوه واحد ملت په توګه بیرته سره یو کړي نو بیا ئې همدې واحد ملت ته داسې یو نوم وټاکه چې هغه له یوې خوا د هیڅ کوم مشخص توکم نوم نه دی آو له بلې خوا دا نوم (د افغان کلمه) په اکثرو تاریخي اسنادو کې د دې ټاټوبي ټولو اوسیدونکو ته ویل شویده. پښتون، هزاره، بلوڅ، تاجک، نورستانی، ازبک، ترکمن آو نور د بیلو توکمونو نومونه دي، مګر افغان زمونږ د یو موټي واحد ملت نوم دی چې باید پرې وویاړو.  

د نړۍ هیڅ هیواد به را په ګوتو نه کړۍ چې یوازې له یوه توکم څخه جوړ وي، خو د ورونو په څیر د صمیمیت په فضا کې ژوند سره کوي، د امریکې متحده ایالات چې د نړۍ تر ټولو ستر آو قوي هیواد دی ۹۰٪ له مهاجرینو جوړ شوی آو د هغه هر آوسیدونکی ځان امریکایی بولي آو هم پرې ویاړي. زمونږ زور، قوت، نیکمرغي آو سوکالي زمونږ د ټولو افغانانو آو افغان  وروڼو ملیتونو په اتقاق، یو والي، اتحاد، صمیمیت آو ورورګلوۍ کې نغښتې ده. مونږ په هیڅ حال نه شو کوی بی له یو بله ژوند وکړو آو خپل موجودیت ته ادامه ورکړو. نو راځئ چې په همدې لاره کې فکر، عمل آو لیکنې وکړو آو نه په مقابل لوري کې ئې.

و من الله توفیق


د بصیر کامجو په اړه د افغان موج ویب سایټ کې د یو خپاره شوي مطلب په ترڅ کې داسې راغلي:

بصیر کامجو کمونیست سابق و جهادی امروز

در بعضی از رسانه های انترنتی نوشته ای به نام بابای صلح ملت برهان الدین ربانی به نشر رسید. درین نوشته مسخره این کمونیست سابق کاسه از آش داغتر خود را آنقدر وقیحانه به جنگسالاران بزرگ چون برهان الدین ربانی و احمد شاه مسعود چسپانده که فکر میکنی سالهای زیادی در پترزبورگ اتحادشوروی سابق فقه اسلام خوانده و در تمام سنگر ها با احمدشاه مسعود یکجا علیه کفر و کمونیزم جنگیده است. چه خوب گفته اند بزرگان ما:

به هر رنگی که خواهی جامه میپوش
من از طرز خرامت میشناسم

فراموش نشود که بصیر کامجو در دانشگاه های روسیه فلسفۀ مارکسیزم آموخته است و یکی از دنباله روان دستگیر     پنجشیری و محب الله بارش اعضای حزب خلق افغانستان بوده و در سال های تحصیلاتش به حیث عضو فعال ح.د.خ. ا در جلب و جذب محصلین به حزب دیموکراتیک خلق افغانستان خدمت نموده و حتی نخستین مقالات در بخش ماتریالیزم دیالکتیک را از روزنامه ها ونشرات دولت کمونیستی شوروی ترجمه و به افغانستان میفرستاد. از همین جهت بعد از بازگشت از اتحادشوروی بدون چون و چرا به حیث استاد فلسفه مارکسیستی در اکادمی علوم سیاسی کمیته مرکزی      حزب دیموکراتیک خلق افغانستان مقرر گردید.

وی تا پایان حکومت نجیب الله از مدعیان سرسخت کمونیزم و اندیشه های مارکس و لینن بود و بعد از شکست دولت کمونیستی دوباره به شوروی فرار نموده و مدت هشت سال دیگر در سازمانها ی جاسوسی آن کشور به فعالیت پرداخت. بصیر کامجو اهل دره ای پنجشیر بوده و تا روز فرار اش از افغانستان حوصلۀ رفتن به پنجشیر را نکرد.

این آقا بعد از اینکه دولت شوروی هم به شکست سیاسی مواجه گردید و فعالیت های سازمانهای جاسوسی اش به سوی تجزیه افغانستان تمایل بیشتری پیدا کرد یکباره جهت مبارزات اش را تغییر داده و خود را یک مسلمان بنیادگرا معرفی نموده و ارتباط خود را با حلقه های جاسوسی روسیه در افغانستان به عبدالله عبدالله، برهان الدین ربانی، برادران    مسعود، عطامحمد نور والی بلامنازعه مزارشریف، یونس قانونی و بسم الله محمدی و لطیف پدرام جنرال عبدالرشید دوستم محکم نموده و سر به استان ایشان نهاد.

این فیلسوف مارکسییزم برهان الدین ربانی این نوکر آی اس آی پاکستان را( بابای صلح ملت...) نامگذاری کرده و باز همین ملت را به نام قبیله و افغانستان را به نام خراسان و فارسی زبانها را از پشتو زبان ها جدا دانسته و با تمسخر از کوچیگری و کاکل پرانی یاد کرده است.

ازین آقا باید پرسید مگر همین برهان الدین ربانی و احمدشاه مسعود نبودند که توسط نیرو های دوستم به کابل آمدند ولی بعد از مدت شش ماه علیه دوستم و نیرو هایش جهاد اعلان نمودند؟ مگر کابل توسط چنگیز خان ویران شد یا نیروهای برهان الدین ربانی؟ مگر جنرال حمیدگل را چه کسی برای سرو سامان دادن اردوی جهادی به کابل فرا خواند؟ سوال دیگری که ازین آقا میشود اینست که در کجای فقه اسلام جهاد مسلمان علیه مسلمان رواست. وقتی برهان الدین علیه جنبش اسلامی سمت شمال علیه حزب اسلامی وحدت به رهبری شهید مزاری اعلان جهاد داد آنان را کافر میشمرد؟

بصیر کامجو بیشرمانه مینویسد ... بعد ازوقوع این حادثه المناک ، فارسی زبانان سراسر جهان ودوستداران راه صلح وآزادی کشورمان در گرد همآیی ها و تظاهرات گسترده ، برنامۀ تروراستاد برهان الدین ربانی وبرخورد بی مسئوولانه دولت را تقبیح نمودند وبر عمل حیوان گونه رهبران قبیله لعنت فرستادند... مگر همین فارسیزبان سراسر جهان! چه کسانی بودند غیر از نماینده های جمیعت اسلامی، قاتلین مردم بیدفاع کابل که این دوستداران صلح؟ را تکریم و تمجید نموده و بر مرده اش اشک تمساح ریختند به غیر از عبدالله عبدالله، یونس قانونی، و حقه باز کمونیست دیگر بنام امرالله صالح و فضل احمد معنوی جنایتکار که بخاطر گرفتن انتقام مردم از جنایتکاران غم خورده باشند؟ تظاهرات گسترده را هم همین کرزی امریکایی و یاران فایشست آن در کابل و ولایات سازمان دادند. و عمل حیوان وار طالبان پاکستانی را تقبیح نمودند...

اگر آقای بصیر کامجو و دیگر جاسوسان آخند های ایرانی شرم داشته باشند هیچگاهی قبول نخواهند داشت که کرزی و تیم امریکایی اش را نمایندۀ اقوام و قبایل افغانستان جا زده و از آن برای دسته کردن تبر خود استفاده نامشروع کنند. زیرا کور هم میداند که دلده شور است و قربانی های این اقوام و بگفتۀ شما قبایل از فارسی زبانان به مراتب زیادتر است.

بر علآوه کشتن برهان الدین، رسول سیاف، احمد شاه مسعود، دآود دآود و علی مزاری و چند تا جنگسالار دیگر انتقام خلق افغانستان است که خدآوند کسی را وسیله میسازد. نه موضوع فارسی، نه تاجیک و نه هم قبیله و قبایل مطرح است. به زودی گلم گلبدین، ملا عمر، مولوی حقانی، عطامحمد نور، تورن اسماعیل و محسنی، فهیم سگباز، خلیلی ، محقق و دیگر جنایتکاران هم بر چیده میشود.

ای کشته کی را کشتی که کشته شدی باز
و باز کجا شود آنکه ترا کشت

بالای هشت نفری که بخاطر قتل ربانی بصیر کامجو انگشت گذاشته هیچگونه سندی آماده کرده نمیتواند غیر از اسنادی که سپاه پاسداران انقلاب خمینی برایش ارسال کرده باشد.

جالبتر از همه اینست که این دکترنت فلسفه مارکسیستی حبیب الله کلکانی دزد مشهور را به نام یک قهرمان فارسی زبان ها قلمداد نموده که تقریبا در تمام تواریخ نامش را یک رهزن، دزد، عیار و تمام حرکات آو را برای بر انداختن دولت مقتدر و مترقی امان الله خان به اشاره، تحریک و سرمایه انگلیس نوشته اند و بر علآوه تصدیق کرده اند که این دزد کلکان را هم همین اقوام و قبایل پشتون به مقام امارت اسلامی افغانستان رساند اند.

محمد علی ــ کابل

 

 

  کورپاڼه | صفحه اصلی

email: payamewatan@yahoo.com
 

 

استفاده و نشر مجدد مطالب پیام وطن تنها در صورت ذکر منبع اصلی نشر آن مجاز میباشد