www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

تاریخ نشر:05.09.2008

 

 

 


هدايت الله هدايت
۲۰۰۸/۸/۳۱

ګرجستان ؛ د لوی بحران زېږنده

BBC map

د جنوبي قفقاز سيمه د خپل خاص جیو پوليټيکي  او سټراټيژيکي موقعیت  په خاطر او د خزر ددریا د عظیمو نفتی منابعو د لېږلو دمسير   د اهميت په وجه ځانته،ځانګړی ارزښت  ورکړی دی  . دغي سيمي  ته لا د پخوا څخه د امريکا او ددې هيواد  دنفتی کارټلانو او مجتمعو توجه او پاملرنه چي  د امريکا د حاکميت اصلي واکمنان دي،  ځانته اړولې وه  او داسي تلاښونه ئې کوله  ترڅو دلته  خپل ځان ځای او د روسیې او نورو لاسونه د هغه څخه   لنډکړي .  هغوی د هري   و سيلې څخه کار اخيست  ترڅو په دې  سیمه کي دغه د تیلو او ګاذو د انتقال د لېږلو  ښارګونه  په خپل اختيار کي  را ولي .

د رواني  مياشتي په لومړ يو ورځو کي نړۍ د قفقاز په دغه  سيمه  کي د يوې کوچنۍ جګړې شاهده وه .  دغي جګړې يوځل بيا زموږ د هيواد په څېر د هغو هیوادو او  ولسونو  زړونه   لړزانده کړل  چي دداسي جګړو ناتارئې ليدلی دئ او اوس هم پکښې  ولاړ دي . هغوی داسي  انګېرله چي  کېدای سي  دغه جګړه   په سيمه اونړۍ کي به د نورو ډېرو لويو  بحرانو  زېږنده وي   .  سياسي څېړونکو د نړۍ په دغه  آشفته او د لګه درګي حالت  کي، هغه د شطرنج پرمخ  د  جيوپوليټیکي  بازيو  د ادامې يوه  لړۍ وګڼله .

د لويو کارپوهانو له نظره جيوپوليټيکي   لوبه   د شطرنج پر مخ يوه  داسي  لويه دوه نفري بازي   ده،  چي  د دواړو خواوو لوبغاړي  د يوه بهتره ځاي  د لاسته راوړلو په لټه کي  وي . په دې  بازي کي اصلي  خبره دا ده  چي ددې لوبي په قوانينو  باندي  باید د چا  سر ښه خلاص سي،  او وکولای سي خپل حرکتونه سم اداره کړي  تر څوخپل هدف ته ورسيږي .  په دې بازي کي آس حق نلري د اورېب په ډول  حرکت وکړي .!

د دوهمي نړۍ والي جګړې  وروسته  بیا تر  ۱۹۸۹ کاله  پوري  په نړۍ کي  د شطرنج اصلي بازي د امريکا د متحده ايالاتو او د شوروي اتحاد د جمهوریتونو تر مینځ جریان درلود . دغي بازۍ ته د سړې جګړې نوم ورکړل سوی وو، چي   قوانین  يې  د یالټا په نامه يادېدله  . ددې بازۍ هغه تر ټولو مهم قانون په هغه تراډه  کي پروت وو،  چي اروپا يې تر خپل نفوذ لاندي پر دوو برخو باندي وېشلې وه . وینسټون چرچيل دغي تراډي يا خط ته د اوسپنيز خط نوم ورکړی وو، کوم چي د پولينډ د اسټيټین څخه را نيولې بیا د آدرياټيک په ساحل کي تر ټریسټي پوري کښل سوې وه .  ددې بازۍ قانون بس همدا وو. خو په دې  لوبه کي دې خبري هومره اهمیت نه درلود چي په  شطرنج کي به  پياده ګان  په اروپا کي څه لګه درګه جوړوي . البته تر ټولو مهمه خبره داوه چي د شوروي اتحاد او د متحده ايالاتو ترمينځ  بايدد جګړې اور  بل نسي،  او د هر بغاوت  په پای کي  هره ټوټه  بايد بیرته  و خپل  لومړني ځاي  ته  را وګرځي . دغه قانون  تر ۱۹۸۹ پوري چي په نړۍ کي  کمونيسم  را و پرځول  سو دوام درلود، او په خاصه توګه د برلين د دېوال په نړېدوسره پای ته ورسېده .

هماغسي چي ټولوته  معلومه ده، د يالټا قوانين په کال ۱۹۸۹ کي فسخه سو او په ۱۹۹۱ کي  دامريکا د متحده ایالاتواو روسيې تر مینځ دغه لوبي په بنيادي  ډول بدلون و موند .  خوهغه تر ټولو عمده مشکل او ستونزه چي لا تردا اوسه پوري د هغې دورې څخه را پاتې ده، هغه داده  چي امريکا ددې بازۍ د قوانينو څخه سم درک نه درلود او خپل ځان يې په خپل سر د نړۍ د يواځنۍ ابر قدرت په حيث  ګاڼه .   د شطرنج په قانون کي دا کار داسي مانا ورکوي چي آمريکابه نو،  نور آزاد  وي  په هر ډول چي زړه ئې غواړي د شطرنج پر مخ حرکت وکړي او په خاصه توګه ان د پخواني شوروي پوځيان به لا هم  تر خپل نفوذ لاندي ساحو ته راولي . دا شاني  بازي د کلينټن په دوره کي  پلې  سوه او د جورج بوش په وخت کي  هغه ته  ښه  په درځ رونق ورکړل سو .

دغي شيوې  يو اساسي مشکل  هم د ځانه سره لاره او هغه دا وو چي امريکا د نړۍ يواځنۍ ځبر ځواک ندئ،  اوان ډېر لا هغه ته  د ځبر ځواک په سترګه   ته نه ګوري او  تن نه ورکوي ، داسي نوم  نه پر ايږدي  .د سړې جګړې پای په دې مانا وو چي امريکا  د نړۍ  د دوو ځبر ځواکو  د پوستينه څخه  ځان را وباسي ، او يوازي د يو ه قدرتمنده هيواد په حيث ځان را ښکاره کي او بس . داځکه چي  نن   داسي نور  لوی هيوادونه هم  سته  چي کولای سي د نړۍ  د دوو  پخوانيو ځبر ځواکو د حضور نه بغیر د شطرنج  لوبه وکړي او خپل ځان مطرح کړي .

د بيل کلینټن د جمهوري رياست په دوران کي دوه  مهم جيوپوليټيکه تصميمونه و نيول سوه : يو داچي متحده ایالاتو ډېر زیات تلاښ وکړ چي که و کولای سي د پخواني شوروي اتحاد په بلاک پوري تړلي هيوادونه د ناټو و غړيتوب ته را کښېباسي . سره لدې چه د غه  هيوادونو  پخپله هم داسي يوه  غوښتنه او علاقه درلودله چي  د ناټو  غړيتوب  تر لاسه کړي ، خو د اروپامهم هيوادونو لکه فرانسه او جرمني بیا په ډېر  احتياط سره په دې لاره کي ګام پورته کاوه . فرانسې او جرمني  د امريکا دغه  اقدام ته د شک په سترګه کتل او هغه ئې  د خپلو جيو پوليټيکي  آزاديو د محدوده ولو په لاره کي چي د شوروي اتحاد د پاشل کېدو نه وروسته يې په نصیب سوی وو، د امريکا  يو نيرنګ ګاڼه .

 د امريکا دوهم مهم تصميم د يوګوسلاويا د فدرالي جمهوريت  په سرحدي  نوي   رجه کشيو کي و ځانته ديوه  مهم اوفعال نقش ورکول  وه . په واقعيت کي همدغه فعاله نقش  او دهغه نتيجه وه  چي د بنديزونو د لګولو او د خپلو ځواکونو  په  قوي کو لو سره يې په دې ورستيو کي صربستان  تجزیه او کوسوو  يې ځيني جلا  او خپلواک کړ .

 روسيه حتی د يلتسين په دوران کي هم د امريکا ددغه شاني کارنامو  څخه ناخوښه وو . خو په هغه  وخت  کي روسیه په سیاسي او اقتصادي برخو کي دونه  بې نظمه وو  چي نوموړي  بس يوازي  دهمدې ناخوښيو په اظهار  سره  به ځانته تسل ورکاوه .

د جورج بوش  و قدرت ته رسېدل، په روسيه کي دپوټين د رامينځته کېدو سره تقريباً همزمانه وو . بوش پرېکړه وکړه چي د يواځني ځبرځواک تاکتيکونه چي هماغه د شطرنج د مهرو تغیر او تبدیل وو،  هغه عملي او د غه پروسې ته د کلینټن  د دوران په نسبت لږ شاني  زیات  تحرک  ورکړي . بوش په خپل لومړنۍ اقدام سره  په ۲۰۰۱ کي د بالیسټکي توغنديو ضد پيمانه  څخه ځان   و ایست ،او دهغه را وروسته يې اعلان وکړ چي امريکا به هغه دوه پيمانونه هم و نه مني چي د بيل کلينټن په وخت کي امضا سوي وه  . دغه دوه پيمانه يو د کال ۱۹۹۶ د ټولو آزمايشونو د منع کېدو معاهده وه او بل ئې د دوهم سالټ په پيمان کي د بدلون راوستل وه . ددې نه  بعد بوش اعلان وکړ چي امريکا به  يوازي  د خپل ملي دفاعي سيسټم  څخه پيروي  کوي .

 په کال ۲۰۰۳ کي بوش پر عراق حمله وکړه . امريکا او ناټو هم  په هره بانه چي وه  وافغانستان ته را مات سوه، متحده ايالاتو دا خپل حق وګاڼه چي خپلي پوځي اډې د پخواني شوروي اتحاد په هيوادو کي ځای پر ځای کړي . ددې تر څنګه، امريکا وروسيې ته د هيڅ په سترګه  وکتل  او د مرکزي آسیا  او قفقاز د پاره يې يو نوی د تيلو پايپ لاین هم  وغزاوه . په خپل وروستي اقدام  کي يې د پولينډ او دچک د جمهوريتو سره  په دې هيوادو کي  ئې د سټراتیژیکو توغنديو دد فاعي سيسټم   دشبکې د ځای پرځای کېدو قرار داد هم امضاء کړ تر څو دهغوی په قول د ایران داحتمالي توغنديودګذار سره مقابله وکړي . خو روسيې دغه ادعا رد کړه  او هغه يې د امريکا لخوا د خپل ځان  پر ضد د ګذار  يوه هڅه  و بلل .

پوټين تصميم و نیوه چي تر يلتسین  زيات ګټور کارونه تر سره کړي . هغه ديوه  کيندلي ،دور اندېشه او محتاطه بازيګر په توګه پرېکړه وکړه چي په لومړي ګام  کي د روسيې په دننه کي خپلي مواضع قوي او هغه مضبوطي  کړي . ددې کار دپاره يې په مؤثره توګه  دخپل نفوذ او قدرت مزي ټينګي او دروسيې پوځ يې يوځل بيا پر پښو ودراوه . په دې بهير کي، د نړۍ اقتصادي معادلې  هم پر دابله خوا را اوښتي وې، چي په نتيجه کي يې دروسيې موضع  د يوه بانفوذه  هيواد په توګه   نه يوازي د نفتو د توليد په ساحه کي بلکه د طبيعي   ګاذ د توليداتو په عرصه کي هم چي  اروپايي هيوادونه و هغه ته  تر  هرڅه زیات احتیاج درلود،  ټينګ کړ  . په دې توګه روسيې  ځان  د يوه  باقدرته هيواد په حيث يوځل بيا  و میدان ته   را و ایست .

 ددې وروسته وو چي پوټين   خپله  بازي  شروع  کړه.  هغه د چين سره  نوي معاهدې امضاء کړې، د ایرانه سره ئې خپلي اړيکي مضبوطي کړې ، امريکا يې په مرکزي آسيا کي د خپلو اډو څخه و شاړه او خاصتاً د اوکراين او ګرجستان په دوو سیمو کي يې  چي په نظر کي وه په راتلونکي کي د ناټو سره يوځای سي مهم ګامونه واخيستل.

د پخواني شوروي اتحاد سقوط  ددې باعث وګرځېد چي  د هغه  په زياتو جمهوريتونو کي د ګرجستان په ګډون  د  قومي جلاغوښتني  اقدامونه تر سره سي. کله چي په۱۹۹۰ کي ګرجستان و غوښتله چي د ګرجيانو ديوې برخي و خودمختارۍ ته خاتمه ورکړي ، نو هغوی پخپله د استقلال ناره را پورته کړه چي  يوازي يې روسيې ملاتړ وکړ  .  د ګرجستان په دغه اوسنۍ په اصطلاح کوچنۍ جګړه کي دوه عمده  تحريک آمېزه  عواملو دخل درلود،  يو دا چي د سږکال په فبروري کي کوسوو د صربستانه څخه د خپلواکۍ اعلان وکړ . دکوسوو دغه اقدام   د  امریکا او د لوېديځي اروپایی هيوادو په تحریک سره  تر سره سو، چي سمدستي د امريکا او غربي هيوادو  دهغه څخه  په نړۍ واله کچه   ملاتړ وکړ  . دغه کوچنۍسیمه چي دیوه مستقل هیواد شرائط يې نلرل او د زیاتو په اند د نړۍ وال حقوقو سره يې مغایرت هم درلود خو امریکا په رسمیت و پېژاند تر څو هلته هم پوځي اډه جوړه کړي .دغه کار د روسيې  د انتظار پر خلاف وو هغه ئې و خښماوه او په هغه وخت کي ئې اخطار ورکړ چي دغه کار کېدای سي په  نور هیوادو کي هم د خپلواکي غوښتني احساسات را وپاروي او د يوه تحريک آمېزه  عمل په توګه کار ځيني واخيستل سي . په ګرجستان کي چي د لومړي ځل د پاره روسيه په خورا چټکيا سره ځان و صحنې ته را و ایست اود ګرجستان څخه ئې د ابخازیا او د جنوبي اوستيا خپلواکي په رسميت و پېژندله، نو دا په واقعیت کي وخپل سیال امريکا ته د کوسوو د خپلواکۍ  په ځواب کي يو بالمثله عمل وو .

بل عامل داوو چي د سږ کال په اپريل کي امريکا د ناټو د غړو هيوادو سره د کتني په وخت کي د ګرجستان او اوکراین د غړیتوب وړانديز مطرح کړ، چي د جرمني، فرانسې او انګلستان د مخالفت سره مخامخ سو. هغوی په دې باور وه چي دغه کار به ضرور روسيه و خښموي . خودې کار د ګرجستان امريکايي او نيو ليبراله جمهوررئيس میخائیل ساکاشویلی  ناراضه کړ . هغه د امريکا تر عینکو تر شا داسي لیدل چي په جنوبي اوستيا کي خپل نفوذ د لاسه ورکوي ځکه ئې نو   پر هغه  باندي د ګذار په يوه  مناسب وخت پسې ګرځېده . نوموړي  د بريد د پاره داسي وخت وټاکه چي پوټين په چين کي د المپيک د لوبو د پرانيستلو په مراسمو کي مصروف وو او جمهور رئيس مدودوف ئې هم په رخصتۍ تللی وو.  د جنوبي اوستيا کوچنۍپوځ سمدستي سره وشلېد خو برعکس نتیجه داسوه چي  د روسيې پوځ په يوه بېړنۍ او قاطع  پوځي عکس العمل  سره هغه سيمه  لومړی ونيسي او بيا ئې خپلواکه کړي!.

 کوم څه چي د روسيې ددې عمل په غندلو سره جورج بوش وکړ، نو هغه بس  څو شعارونه ، محکومول او د بنديزينو دلګولو تهديدونه  وه . اصلاً ددې ماجرا په رامولو کي د جورج بوش بل څه  په وسه  پوره  وه نه،  دا ځکه چي امريکا نور يو ابر قدرت نه دئ . همدا اوس  د امريکا ځواکونه د مينځني ختيځ په دوو جګړو کي د ميدان باېلونکي دي، په افغانستان کي يې بدي پښې بندي دي، او تر ټولو مهمه  لا دا چي امريکه وروسیې ته اړه ده .  حتی تر هغه ډېره  اړه ده چي روسيه دي وامريکې ته وي . د روسيې د بهرنيو چارو وزیر سرګيلاروف ،په خپله هغه مقاله کي چي په فایننشل ټایمز کي يې خپره کړېده ليکلي دي چي روسيه په مينځني ختيځ، په ايران او شمالي کوريا کي، د امريکې يو شريک دئ .

د لوېديځي اروپا د هيوادو د پاره هم،نن دا روسيه ده چي د هغوی د ګاذي منابعو کنټرول په واک کي لري .  کله چي د فرانسې جمهور رئيس سرکوزی  د  امريکا د بهرنیو چارو د وزيري کنډولي رايسي په عوض کي  د روسيې او ګرجستان په مابین کي  د مينځګړيتوب تلاښونه شروع کړه، نو دا د اسي موضوع نه وه چي د تصادف له رويه دي را مخته سوې وي . د ګرجستان او روسيې تر مينځ اوربند، روسيې عملاً د ګرجستان څخه دوه امتیازه واخيستل . يو داچي ګرجستان مکلف سوه هيڅکله به په جنوبي اوستياکي  بيا  پوځي دخل اندازي  نکوي، او بل دا چي په دې قرار داد کي د ګرجستان دقلمرو څخه هيڅ خبره  هم نه وه ياده سوې . ځکه نو روسیې په دې صحنه کي  تر پخوا زیات ځان قدرتمنده  وښود . د ګرجستان جمهور رئيس ساکاشویلی ټوله هغه څه چي درلوده په دې شرط بندي کي يې و باېلل او په اوسني جيو پوليټيکي حالت کي ئې  ځان او ګرجستان ته لويه سرخوږي وګټله .

د  قفقاز په سيمه کي دغه وروستۍ  پرمختياوي او دهغه په سر د امريکا او روسيې ترمینځ  ناندری او د اړيکو خرابتیا دغه واقعیت څرګندکړ چي روسان نور نه غواړي د امريکا او لوېديځ د بدو نيتو او غزېدو په وړاندي خاموشه پاته سي او  خپل عظيم پوځي اواقتصادي  پوټنشیل  او وړتيا د پامه و غورځوي . روسیه په دې پوهيږي چي نن د امريکا وضعیت خورا حساسه او په نړۍ واله عرصه کي تجريددئ  او عموماً حالات د هغوی دخوښي سره سم  پر مخ نه ځي . همدا وجه وه چي  په ګرجستان کي   روسیې په  خپل دغه  عمل   سره و امريکا  ته  خپل پیغام ورساوه .   امريکا اوس په دې پوهيږي چي  هغوی په هيڅ ډول سره  د زور دلاري  د روسيې سره ډغري نسي وهلای او هغه  نسي نفې کولای  او روسیه هم بېله لوېديځي نړۍ  څخه دخپل ځان تعریف نسي کولای  .

 په هر حالت کي که څوک غواړي د نن ورځي  په جيوپوليټيک  ميدان کي د شطرنج بازي وکړي نو ددې بازۍ ټوله قوانين يې باید ښه زده وي ، کنه نو په ډېر ماهرانه توګه به د بازۍ د ميدانه څخه  و ایستل  سي او ډېر څه به و باېلي . دلته اوس دغه شاني جګړې ايډيالوژيکه مبارزه نه بلکه د لويو سرمايه دارانو او مجتمعو د ګټو جګړې  دي او په دې جګړو  کي  هرقدرتمنده خوا په پرديو هيوادو کي د ډيموکراسۍ يا خپلواکۍ په نامه خپلي ګټي څاري . خو څوک چي تباه کيږي هغه زموږ او د ګرجستان غوندي هيوادونه  او بې ګناه ولسونه  دي چي  دداسي   ګټو په خاطر هم  قربانۍ ورکوي او  هم ئې پر سر  بمبارۍ کيږي .

پای

 

يادونه :

د دغه  ليکني په ترتيب  کي ما  د ټایمز آف انډيا، دآی آډيپلوماسي، اېشین اېج  او ځينو معتبره  خبري ويب ساېټو څخه استفادکړېده .

 

 

   بازگشت به صفحۀ اصلی