د خپریدو نیټه:12.10.2010

 


سرور یورش
۲۶ / ۹ /۲۰۱۰

(د ډاکترنجیب الله د مړینې د څوارلسمې کالیزې د یادونې په مناسبت)

د ملی روغې جوړې د سیاست د ځینو درسونو په باب څو لنډې خبرې

زما په نظر د ډاکترنجیب الله د شخصیت د لمانڅنې ښه طریقه دا ده چې د هغه سیاسی نظریی او عملی کارونه وڅیړل شی او له هغو څخه لازم درسونه واخیستل شی. کله کله ځینې دوستان او لیکوالان د ډاکترصاحب د ملی مصالحې د سیاست په باب سطحی او یواړخیزه پوهه بیانوی او ځینی هم د هغه په باب په اغراق آمیزه توګه لیکنې او څیړنې کوي.

زه، چې یوه موده مې د ډاکترنجیب الله سره د نیږدې همکاریو افتخار درلود او د جمهور رئیس په توګه د هغه و یاند وم او شخصاٌ د ډیرو پیښو او بدلونونو شاهد وم، عقیده لرم چې په هغه وخت کی د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند د شلو کلونو له فعالیت څخه وروسته د یو ژور بدلون او بنسټیزو اصلاحاتو (ریفورم) ضرورت را منځ ته شو. د ریفورم په ضرورت باندې ډیر رهبران او کادرونه پوه شوي و، خو د هغو ټولو په سر کې ډاکتر صاحب ولاړ و. حالات داسی منځ ته راغلل چې په هغه کې ډ‌اکتر نجیب الله د نوموړی ریفورم د پلی کولو د کار په صدر کې واقع شو. په حقیقت کی د ملي روغې جوړې سیاست، چې هدف یی د جګړې پای ته رسول او د سولې منځ ته راوړل و، د دغه ریفورم یوه برخه وه. جوته ده چی د ریفورم ضرورت بهرنی عوامل هم درلودل. دلته غواړم دې ټکی ته اشاره وکړم چې سره له دې چې په ځینو برخو کی دغه ریفورم لازمه اغیزه نه درلودله، ځکه چې د ریفورم مخالفینو د هغه په وړاندې مقاومت کاوه او سره له دې چې د ملی روغې جوړې سیاست خپل نهایی ثمر ته، د ځینو عواملو په وجه، ونه رسید، خو په مجمو ع کې په خینو مهمو برخو کې لازم بدلونونه را غلل.

په دې کې هیڅ شک نشته چې ډاکتر صاحب خپله ټوله فکری او سیاسی پانګه په دې لاره کې په کار واچوله او ځان یې ورته بیخی وقف کړی و. هغه دا وقف تر دې پولې پورې ورساوه چې آن حاضر شو چې له اقتدار څخه لاس واخلي، او نه یوازې دا بلکی آن خپل ژوند یې په دغه شریفانه لار کی قربان کړ.

زه نه غواړم چې دلته د شویو ریفورمونو په باب مفصلې خبرې وکړم، ځکه چې د دې کار لپاره په دې لیکنې کې ځای نه شته، خو غواړم چی د دغو ریفورمونو د مهمو ټکیو په هکله څو لنډې خبرې وکړم: نوموړي ریفورمونه په دریو برخو ویشل کیدای شي:

۱- د ګوند اصلاح؛

۲- د دولت اصلاح؛ او

۳- د ملی روغې جوړې پروګرام.

 

لومړې: د ګوند اصلاح کول؛

په دې برخه کې درې مهم ټکي مطرح وو: ۱) د ګوند طرز تفکر یا نړۍ- لید یا اید یالوژی؛ ۲) د ګوند سیاسی پروګرام؛ او ۳) د ګوند تشکیلاتی جوړښت. د ایدیالوژی په باب ډاکټر صاحب په خپله یوه رسمی ویناکی «بیګانه ایدیالوژی» ته ګوته نیولې ده. روښانه ده چې په علم، او له هغې جملې څخه په ایدیالوژی، کی خپل او بیګانه وجود نه لری ځکه چی ساینس سرحد او پوله نه پیژنی. دلته ښایی ووایم چی په هغه صراحت سره چې اوس مونږ خبرې کوو، په هغه وخت کی ډاکټر صاحب، د روښانه عواملو په وجه، نشوای کولای. خو د بیګانه ایدیالوژی څخه د هغه هدف دا وو چی، له یوه پلوه، د مسکو لخوا تحریف شوی او مسخ شوی مارکسیزم زمونږ فکری بنیاد ګرځیدلی و او له بله پلوه، ددې په ځای چې هغې ایدیالوژی ته د افغانستان د خاصو شرایطو سره سمون ورکړو، هغې ته مونږ تعبدی بڼه ورکړې وه او نازل شوی وحیه مو ګڼلې وه.

زه له ډیرې مودې راپدیخوا د امریکې او نړۍ د کیڼ اړخ او مترقی پوهانو لیکنی او تحلیلونه څارم. اوس اوس د نړۍ د مارکسیزم پوهان او مترقی څیړونکی په دې خبره سره اتفاق نظر لری چې هغه څه ته چې په شوروی اتحاد کې مارکسیزم- لینینیزم او وروسته سووتیزم ویل کیدل له واقعی مارکسیزم سره په زیاتو برخو کې تناقض درلود او هغه څه چی شوروی سوسیالیستی نظام ګڼل کیده له ریښتیانی سوسیالیزم سره ډیر توپیر درلود. (دا د بحث یوه ځانګړې موضوع ده چې په راتلونکی بحثونو کی به پرې وغږیږو.) په دې ترتیب سره ویلی شو چې مونږ، یعنی د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند، د داسی بهرنیو شخصیتونو او بنسټونو په پټو سترګو پلوی او پیروې کوله چې هغوی پخپله په غلطه لار روان و.

د ډاکټر نجیب الله په لارښوونه، ګوند خپل سیاسی پروګرام ته هم بدلون ورکړ، ځکه چې له یوې خوا د ا-خ-د- ګوند لومړنی پروګرام یو څه نیمګړتیاوې لرلې او له بلې خوا ګوند، په تیره بیا کله چې قد رت ته ورسید، آن له هماغه پروګرام څخه واټن ونیو او ترینه لیرې شو. د بیلګې په توګه، ګوند د ظاهرشاه د دوران د ناقصه او نیمګړې دموکراسی څخه په ګټې اخیستلو سره وزیږید او وده یې وکوله، خو کله چې پخپله سیاسی قدرت ته ورسید ټولنه یې له هماغه نیمګړې دموکراسی څخه هم محرومه کړله او یوګوندی، توتالیتر او اوتوکراتیک نظام یې په هیواد باندې تحمیل کړ. همدارنګه، ګوند خپل مرامی بالفعل او بالقوه متحدین هیر کړل او داسې چنلد یی غوره کړ چې یو زیات شمیر متحدین یی جبراٌ د د ښمن په لیکه کې ودرول. له ټولو نه بده دا چې مونږ ګوندیان حتا په خپل منځ کې سره متحد او یو موټی پاتې نه شوو او د فرکسیونبازیو خطرناکه لوبه مو یو د بل د فزیکی امحا تر پولې پورې ورسوله. په پایله کې، د ګوند او دولت ټولنیز بنسټ ورځ په ورځ محدود، کوچنی او کمزوره شو چی بدمرغه پای یې ټولو پخپلو سترګو ولید.

لازمه وه چې د ګوند تشکیلاتی جوړښت هم سم شي. سره له دې چې په دې برخه کې د ځینو عواملو په وجه اساسی بدلونونه په هغه پړاو کې را نه غلل، مګر د ګوند د دموکراتیک کولو لپاره لومړنی ګامونه اوچت شول او د ګوند د ټولو مقامونو د انتخابی کولو لپاره لاره آواره شوله. برسیره په دې، د ګوند نوم، چې د سړې جګړې د ناوړه دوران بیانونکی و، بدل شو او د وطن ګوند په نوم، چې ملی او وطنی ماهیت او تمایل بیانوی، ونومول شو.

د ویم:  اوس راځو د اصلاحاتو یوې بلې برخې ته چې هغه هم په حقیقت کې ډیره مهمه برخه ده او هغه په دولت کې بنیادی بدلونونه راوستل، چې ډ اکټر نجیب الله او د هغه ملګرو هڅه وکړه چې هغه عملی کړی. په دې لړ کې د نوی اساسی قانون جوړول او نافذ کول هغه مهم ګام و چی د دولت د درې ګونه (اجراییه، مقننه او قضاییه) ځواکونو د واقعی جلاکولو (تفکیک) بنسټ یې کیښود. همدا رنګه سیاسی پلورالیزم د یو ګوندی سیستم ځای ونیو او د ګوندونو د تشکیل د آزادۍ په رڼا کی نور سیاسی ګوندونه منځ ته راغالل. له بله پلوه، د ګوند او دولت بهرني سیاست ته هم بد لون ورکړ شو، چې وروسته به په لنډه توګه پرې تما س ونیسم.

د ریم :

د دغو لازمو اصلاحاتو او ریفورمونو په چوګاټ کې و چې د ملي روغې جوړې پروګرام طرح شو او عملی چارې یې د ډاکتر نجیب الله په مشرۍ پیل شوې. کله چې ډاکتر صاحب پخپلو ویناوو کې په وار-وار ویل چې دا د وروروژنې جګړه باید پای ته ورسیږی ځکه د جګړې په دواړو خواوو کی افغانان وژل کیږي، د هغه هدف دا و چې دا جنګ د خود غرضه بهرنی ځواکونو لخوا زمونږ په خلکو تپل شوې و. هغه ددې خبرې په طرح کولو سره په غیر مستقیم ډول یو بل حقیقت ته ګوته نیوله او هغه دا چې دا جګړه په ماهیت کې د نړۍ د دوو سترو قدرتونو د سړې جګړې انعکاس و، په دې مانا چې د نړۍ دوو سترو ځواکونو (امریکا او شوروی)، ددې په ځای چې خپله نیغ په نیغه یو له بل سره په خپلو خاورو کې وجنګیږی، هڅه کوله چې په نړۍ کې د خپل نفوذ د رقابت ساحه نورو کمزوره هیوادونو ته ولیږدوي او نور خلک د نورو هیوادونو په پولو کې یوله بل سره وجنګوی ترڅو چې دوی هر یو د خپل سیاسی، اقتصادی او فرهنګی نفوذ ساحه پراخه کړی. په حقیقت کې، د آسیا، افریقا او لاتینې امریکا په هیوادونو کې سیمه ایزو شخړو ته لمن وهل د سړې جګړې د لوبغاړو د استعماری سیاست محصول و. ډاکتر نجیب الله دغه مفاهیم، چې ما دلته په دې صراحت بیان کړل، د خپلو رسمی او خصوصی ویناوو او اظهاراتو په ترڅ کې په رازراز ټکیو، الفاظو، مثالونو او اشاراتو سره بیانول. هغه پخپلو ځینوخصوصې اظهاراتو کې د سړې جګړې دغه پراداکس مفهوم هم کله کله د ټوکو په څیر افاده کاوه چې:

که دا جنګ د شوروی او امریکا لپاره سوړ دی، خو د دواړو افغانی خواوو لپاره تود دی - تود څه چې سور اور دی!!

ددې خبرې یادونه ضروری ده چې ډاکتر نجیب الله تل د افغانستان ملی ګټو ته لومړیتوب او رجحان ورکاوه او هڅه یې کوله چې د یاد شویو اصلاحاتو په نتیجه کې او د ملی روغې جوړې په بهیر کې د ګوند او دو لت سیاسی استقلال او ملی تشخص، چې د شوروی ځواکونو د یرغل په اثر یې ډیره صدمه لید لې وه، برجسته او اوچت کړي.

لازمه وه چې د هیواد د بهرنی سیاست په ډ ګر کې هم بدلونونه راوستل شی. په سر کې باید ووایم چی د هر دولت بهرنی سیاست د هغه دولت د کورنی سیاست په خدمت کې دی. له اصلاحاتو نه مخکی د ګوند او دولت خارجی سیاست، د هغه د کورنی سیاست په شان، بې انډوله او په حقیقت کی یواړخیز و. زمونږ هم کورني او هم بهرني سیاستونه په شوروی اتحاد پورې تړل شوی ؤ. دغه تړاو پر هیواد باندې د شوروی د مسلحو ځواکونو د یرغل په نتیجه کې خپل معراج ته ورسید او په دې توګه ګوند او دولت پخپلو کورنی او بهرنی سیاستونو کی خپل خپلواکي له لاسه ورکړه. روښانه وه چې په هیواد کې د شوروی پوځونو د موجودیت په حالت کې د اصلاحاتو د راوستلو کار او د ملی روغې جوړې پروګرامونه کومې مثبتې نتیجې ته نشوای رسید لی. یو مستقل او ا نډولیز خارجی سیاست یوازې هغه وخت غوره کیدلای شوای چې د هیواد سیاسی خپلواکي او ملی حاکمیت اعاده او خوندی شوی وای.

په دې وجه، له هیواد څخه د شوروی پوځونو وتل یو حتمی کار وګرځید. څرنګه چې د شوروی دولت غوښتل چې خپل ځواکونه د یوې بین المللی معاهدې په نتیجه کې له افغانستان څخه وباسی، نو د افغان او شوروی مشرانو د توافق په نتیجه کي د ژنیو د خبرو اترو بهیر چټک شو. همدا ؤ چې د ژنیو معاهده د ۱۹۸۸ کال د اپریل په میاشت کی لاسلیک شوله او په نتیجه کي یی شوروی ځواکونه له افغانستان څخه په بشپړه توګه ووتل.

له هیواد څخه د شوروی پوځونو د وتلو سره سم، د ګوند او دولت بهرنی سیاست هم پخپلو مستقلو ملی ستنو ودرید. د ملی مصالحې د پروګرام په څنګ کی، د ملګرو ملتونو د سرمنشی د سولی پلان هم طرح او د تطبیق کار یې پیل شو. د ډاکتر نجیب الله تر مشرۍ لاندې ګوند او دولت، هم د اصلاحاتو په ډګر کې او هم د ملی روغې جوړې د پروګرام او د ملګرو ملتونو د سولې د پلان په برخه کې، ‌ډیرې نه ستړی کیدونکی هلی ځلی وکړی او په کم وخت کې په دغو ټولو برخو کې د پاملرنې وړ پرمختګونه او بریالیتوبونه ترلاسه شول چې تفصیل یي دلته نه ځاییږي. خو له بده مرغه، د ملی روغې جوړې پروګرام او د ملګرو ملتونو د سر منشی د سولې پلان خپل نهایی ثمر ته ونه رسیدل.

دا چې د سولې بهیر ولې او څرنګه شنډ او ناکامه شو یو ځانګړی بحث ته ضرورت لری، چې هغه به راتلونکی ته پریږدو. دلته دومره وایم چې په دې کې ټولو ښکیلو کورنیو او بهرنيو خواوو مسؤلیت درلود او لري یې.

دلته حاجت نشته چې زه د نوموړې سولې د بهیر د ناکامه کیدلو په ویرجنو نتایجو اوعواقبو باندې بحث وکړم ځکه هغه څه چی د دغې سولی پروګرام د ناکامه کیدلو او د ډاکترنجیب الله په مشرۍ د افغانستان د دولت د راپرزیدلو څخه وروسته، یعنی د وروستیو شلو خونړیو کالونو په ترڅ کې، وشول   او لا تر اوسه کیږي-- ټولو ته روښا نه دي. خو دومره ویل غواړم چې که چیرې دغه د سولې پلان په بریالي توګه سرته رسیدلی وای، په ډاډ سره ویلای شو چې:

-       د ټولو افغاني او بهرني ښکېلو خواوو مشروع ګټې خوندي کېدلې؛

-       په هیواد کې یوه نسبی سوله، چې زمونږ د ملیونونو ځوریدلو او کړیدلو خلکو لومړۍ - درجه غوښتنه وه، منځ ته راتلله ؛

-       په وطن کې د وروستیو لسو کالونو د بې سارې خونړیو پیښو، د هیواد د بشپړ ورانیدلو او په وطن باندې د اسلامی بنسټپالو او جنګي جنایت کوونکو له تسلط څخه (چې ډاکتر نجیب الله یې وړاندوینه کوله) مخنیوی کیده ؛

-       اوس به افغانستان، چې یوازې څوکاله مخکې د شوروی اشغالګرو له منګولو څخه خلاص شوی و، د لويدیځ یرغلګرو او اشغالګرو د ګونډو لاندې نه کید لای؛ او  

-       زمونږ په سیمه کې به د خونړیو جګړو، فتنو او تروریزم سور اور لمبې نه وهلې او د دغې سیمې بې امنیتي او بې ثباتي به نړیواله سوله او امنیت له جدي ګواښ سره نه وای مخامخ کړې.

زه په دې کې هیڅ شک نه لرم چې ډیر کالونه وروسته، کله چې د جګړې دود او بخار کښیني او د تعصب توره فضا د حقیقت په لمر روښانه شي، د تا ریخ قضاوت به زما دغه نتیجه ګیری تایید کړي.

په پای کې غواړم چې د وطن ړنګ شوي ګوند (د. ح. د. خ. ا) پخوانیو غړیو او متعلقینو ته په خطاب کې ووایم چې مونږ ته نه ښایی چې په دې باندې بسنه وکړو چې په کال کې یو ځل لاسونه پورته کړو او د ډاکتر نجیب الله یا د کوم بل لارښود روح ته دعا وکړو او بس. دا دی اوس کابو شل کاله کیږي چې مونږ یوازې په پخوانیو «ویاړونو» باندې شخوند وهو او له دې نه آخوا مو هیڅ یو د پاملرنې وړ ګام نه دی اوچت کړی. زه فکرکوم چې دغه د شلو کالونو (او په بل حساب د ګوند د منځ ته را تلو څخه را په دې خوا د څلویښتو کالونو) تجربه به کا في وي چې لازم درسو نه ترېنه واخیستل شي.

که په ۱۹۹۲ کال کې د دولت د انقراض او د ګوند د ړنګیدو څخه مخکې تجربې (چې هغه هم ډیرې غنی تجربي دي او باید تل لازم درسونه ترېنه واختیستل شی)، د دغې لیکنې د لنډولو په خاطر، یوې خواته پرېږدو او یوازې د وروستیو شلو کالونو تجربې او حقایق په نظرکې ونیسو، نو وبه ګورو چې: د وړو او کوچنیو ټولګیو، ډلوټپلو، ګروپونو او محفلونو د جوړولو هلې ځلې او د پخوانیو او نویو فرکسیونونو په بنسټ او د ځان غوښتنې، مشرۍ غوښتنې او خود محوري پر مدار باندې ولاړ کوششونه هیڅ ځای ته ونه رسیدل. چا چې غوښتل چې د دغه یا هغه مرحوم یا ژوندي رهبر د شخصیت نه په ګټې اخیستلو سره خپل ځان او خپل ټولګي ته مشروعیت او حقانیت ورکړی هغوی هم ډیرې لاس ته راوړنې نه لری. چا چې د خپل ګوند او خپلو ملګرو په بیه د دښمن سره د ځانګړو شخصي او ګروپي زدوبند او معاملو هڅې وکړې، هغوی هم په پای کی خپل ځانونه د طرد - شویو عناصرو په لیکو کې ولیدل او له سرکوزوالي نه په غیر هیڅ شی یې ترلاسه نه کړل. چا چې له اوسني سرکار او «بین المللی ټولنې» څخه کومه خامه تمه – توقع درلودله او یا خپل زړونه یې په «انتخاباتو» او «دموکراسۍ» باندې خوشاله کړي و هغوی هم د امریکا – ناتو د تحت الحمایه فاسد رژیم د دغلبازیو مافیایې لوبې او نمایشونه ولیدل. ډیرې نورې تجربې موهم وکړلې، دا مو هم ولیدل او وینو یې چې په هیواد کې د ملې- دموکراتیک او مترقې کمپ د نشتوالې له امله د افغانستان د سیاست ډګر له ټولو نه ارتجاعی او ضدّ ملي ځواکونو ته خالي پاتي دی. که څوک فکر کوي چې د دغه حالت مسؤلیت یوازې د نورو په غاړه دی سخته اشتباه کوی.

څه باید و کړو ؟

که مونږ سیاسي واک له لاسه ورکړ، که مونږ تکړه رهبران او په زرها وو وتلی کاد رونه او صفوف او آن ټول د وطن ګوند –  داسې ګوند چې له ټولو اشتباهاتو او نیمګړتیاوو سره سره یې د افغانستان په تاریخ کې ساری نه درلود له لاسه ورکړ، خو جهان پای ته نه دی رسیدلی او ژوند دوام لري.

نو راځئ چې له دغو ټولو ترخو او «خوږو» تجربو څخه جدّی درسونه واخلو، خپل پخوانی فکری تنګ او تیاره چوګاټونه مات کړو او په خپلو پخوانیو کړو وړو باندې هراړخیزه نوې کتنه او ژور تجدید نظر وکړو. که نه، نو د یو پاړسی ژبی شاعر دغه له معنا ډک شعر په مونږ باندې ډیر ښه صدق کوي چې وایي :

هرکه نآموخت از گذشت روزگا ر

هیچ نآموزد ز هیچ آموزگار

 

   
     

لومړۍ پاڼه | صفحۀ نخست