لیکونکی: عتیق پاڅون

ډاکتر نجیب الله د افغانستان رښتینی ملی اتل او رښتینی شهید

د افغانستان پخوانی ولسمشر  ډاکتر نجیب الله د شهادت د څورلسم تلین په مناسبت

په ډیره خواشینۍ سره نړیوال او د افغانستان خلک  بیا هم د روان کال د میزان د میاشتې پنځمه (د 2010 میلادی کال د سپتمبر د میاشتې 27) یوه ډیره درد ناکه ورځ په یاد را وړي. څورلس کاله مخکې په همدې ورځ د امریکا په ابتکار او د پاکستان په لاس جوړ شوي ډیر بنسټ پاله مذهبی قوت طالبانو په افغانستان کې له یوه بل بنسټ پاله مذهبی قوت مجاهدینو نه سیاسی واک تر لاسه او د پلازمینې کابل په نیولو بریالی شول.

 د یوې څو اړخیزه د نننۍ او بهرنۍ توطیې په نتیجه کې  په همدې شپه طالبان په کابل کې د ملګرو ملتونو دفترچیر ته چه د افغانستان پخوانی جمهور رییس او د وطن ګوند مشر او بنسټ ایښودونکی ډاکتر نجیب ا لله ته سیاسی پناه ور کړل شوې وه ور ننوتل، دی یې په زور له دې دفتره و ایست، د زجرونو او کړاوونوله ور کولو وروسته یې په ډیره نامردۍ سره په شهادت ورساوه.

ډاکتر نجیب الله په ډیره مردانګۍ سره خپل ځان او ژوند د افغانستان له ملی نوامیسو نه په دفاع کې فدا او د خپل شهادت حماسه یې د دې وطن د افتخاراتو په تاریخ کې په جاودانه شکل ثبت کړه. د هیواد دښمنانو له  ډاکتر نجیب ا لله سره دښمني در لوده ځکه هغه، هغه څه و کول او هغه څه یې غوښتل چه د خلکو او وطن د دښمنانو ګتې نه وې پکې او دوی خپلې ګټې د ده د سیاست په هغه بل لوري کې لیدلې.

د ډاکترنجیب الله ځنې کړنې او ارمانونه:

-  هغه د وضعی په درست تحلیل او د کورنیو جنگونو د قانونمندۍ د په نظر کې نیولو سره چه دا جنگونه نه د جنگ او مقابلی بلکه د سولی او پخلاینی له لاری ختمیدی شی نو په هیواد کی ئی د ورور وژنی، ورانیو اوکړاونو د ختمولو د پاره د ملی سولی پروگرام طرح او اعلان ﻛړچه د دې پروګراماساسی ټکي دا وه: ﺷﭙږ میاشتنی یو طرفه اوربند؛ د اپوزیسیون په ګډون د ملی یو والی د یوه دولت جوړول؛ له بهر نه د ټولو افغان مهاجرینو بیر ته را ستنیدو ته د زمینی برابرول.

د دی پروگرام د عملی کولو د پاره د ملی پخلاینی کمیسیون توظیف او فیصله و شوه چه د شوروی اتحاد قوتونه دی له هیواد نه بهر شی، چه د هغو مسالمت امیزه وتل په 1987 کی پیل او په 1989 کی ختم شول.

- یو ډیروطنپرستانه «د وطن مستقلانه دفاع» شعار یې طرح کړاو د همدې شعار په سیوری کې یې د مسلحو قواووپه ډیره مدبرانه رهبرۍ سره د هیواد د کورنیو او بهرنیو دښمنانو یوه ډیره ستره توطیه شڼډه او یوه نه هیریدونکې جاودانه حماسه یې پرېښوده:

 د شوروي اتحاد دپوځونو له وتلو یوه اونۍ وروسته د 1368کال د کب د میاشتې له 3 نه تر 6 پورې پاکستان په راوالپنډۍ کې د تنظیمونو د مشرانو له جملې نه یو حکومت جوړکړ چه په کابل کې د حکومت جانشین شي او درست لس ورځې وروسته د 1368 کال دکب د میاشتې په 16 یې د جلال اباد د ښار د نیولو د پاره (د تنظیمونود دولت د راتلونکې پلازمینې په توګه چه له مجرد اشغال سره به د تنظیمونو د حامي دولتونو له خوا ګویا د افغانستان د مشروع دولت په توګه په رسمیت پیژندل کیده)، د مجاهدینو، پاکستانی پوجیانو، عربو او حتی چیچنیانو د داوطلبانو په شمول په دې ښار یو ډیر ستر یرغل پیل کړ.

-       یوه ډیره ستره شیطانی توطیه چه غوښتل یې افغانستان د پاکستان کنفدراسیون و ګرځوی خنثی او پرې یې نه ښوده چه زمونږ ګران وطن د پاکستان یو ایالت و ګرځي.

-       د افغانستان ملی یو والی یې د سترګو د تور په شان و ساته او د تجزیې هر رنګه پلانونه او تمایلات یې خنثی کړل.

-       په هیواد کې یې د جنګ او دښمنیو د ختمولو او د خلکو د هوسا او ارام ژوند په موخه له قدرت نه  په داوطلبانه شکل صرف نظر و کړ.

-       د هیواد تاریخی اثار او ملی شته منۍ یې په ډیر امانت سره و ساتلې او په هیڅ صورت یې هیڅ چا ته اجازه ور نه کړه چه د ده د مسؤلیت او رهبرۍ په وختونو کې د شخصی شته من کیدو له پاره نا وړه سوء استفاده و کړي او یا ملي او دولتي شته منیو او بیت المال سره خیانت و کړي.

-        بالاخره د خپل ګران ژوند په قربانولواو د خپلو وینو په تویولو یې د تاریخ د ډیرو تورو نیروګانو په مقابل کې مقاومت و کړ او له خپلو ملی نوامیسو نه یې دفاع و کړه.

-       د ډاکتر نجیب الله دا د زړه ارمان وه چه افغانستان یو پر مختللی، هوسا، پر ځان متکي او ټول افغانان با سواده، خوشبخته او د ښه ژوند خاوندان و ویني.

ده د طلا تپې 21618 عددی د کوشانیانو د وخت ډیر کمیابه او نادره د طلایي اثارو کلکسیون په ډیره امانت دارۍ سره د افغانستان د مرکزي بانک زیر زمینیو ته انتقال او په داسې شکل یې په داسې صندکونو کې ځای پر ځای کړل چه حتی د تاریخ د ډیرو سترو غلو او چپاولګرانو چه د افغانستان له تاریخي موزیم او نورو موزیمونو نه یې 70000 تاریخی اثار غلا کړل (د مجاهدینو ځنې ګروپونه په اخص شکل د نظار شورا) هم  مصؤن پاتې شول. 

      شهید ډاکتر نجیب ا لله له خپلو داسې کارنامو سره، او په خپلو خلکو له اتکا او د هغو د بیدریغه ملاتړ سره خپله لار د افغانستان د معاصر تاریخ څوکو او د خلکو زړونو ته خلاصه کړه.

د ډاکتر نجیب الله سیاسی تفکر(د ملی پخلاینې تګلاره) د افغانستان د سیاسی تګلارو په تاریخ کې د لمړنۍ افغانی فکری- سیاسی دستګاه په توګه هم د خپل پیدایښت او هم د خپلې محتوی او اهدافو له نظره عمیقا ملی تګلاره ده.

شهید ډاکتر نجیب ا لله د وطن ګوند او د سولې، ترقۍ، عدالت او دموکراسۍ طرفداره نورې افغانی نیروګانې د دې مفکورې سیاسی متکا او افغانی مستقله او واقعا ملی اردو یې د دې مفکورې  د سیاستونو د تحقق مدافع ګڼله. له همدغه خاطره هم د وطن دښمنانو د کثیرالجوانبه توطیو په سازماندهۍ سره د وطن ګوند او افغان ملی اردو هدف و ګرځول او  له د ننه یې منفجر کړل.

   په 1368شمسی (1988میلادی) کال کې د شوروی اتحاد د پوځونو له وتلو وروسته هیواد ډیرې سختې ورځې تیرولې، د دولت د ا ادعا چه ویل به یې د شوروی قواؤو موجودیت په افغانستان کې د جنګ اصلي عامل نه ده په اثبات ورسیده، له هغه وروسته جنګ او جهاد (خشونت او بنیاد ګرایی) له دوو ګاونډیوهیوادونو پاکستان او ایران نه ظاهرا د مجاهدینو؟ د قدرت رسولو په بهانه اما په حقیقت کې د افغانستان د ټوټه او پارچه کولو په هدف چه د پاکستان په زانګو کې لویو شوو د مجاهدینو او القاعده تنظیمونو ددوی د دې خاینانه او افغاني ضد اهدافو د تحقق ابزارتشکیلول ډیر لوی ابعاد اختیارول او ورځ په ورځ سختیده.

لکه څرنګه چه پور ته ذکر شو دوی لمړی په جلال اباد حمله و کړه، په وروستنیو کوششونو کې د پاکستان نظامی استخباراتو (ای. اس. ای) خپله مساعی د تنظیمونو د داخلی قوماندانانو تر منځ د دښمنیو د لیرې کولو اوهمکارۍ د یوې فضا د خلقولو او د هغوی د محاربوي فعالیتونو د کوردینه کولو په منظوراو د افغانستان د جمهوری دولت د را نسکورولو په موخه متمرکزه کړه. په یوه اقدام کې دوی یوه غونډه د پکتیا په سرحدي سیمه او بله غونډه یې د پاکستان په پوله د بدخشان د ولایت د زیباک د سیمې د شاه سلیم په قریه کې د تنظیمونو د مشهورو قوماندانانو(جلال الدین حقانی، عبد ا لحق، امین وردک، سید جګړن، قاری بابا، قاسمی، بلال نیرم او احمد شاه پنجشری) په ګډون جوړې کړې چه په دواړو غونډو کې د القاعده د سازمان غړو چه د سعودیانو حمایت یې منعکساوه اشتراک در لود.

محترم جنرال سید عبدالقدوس سید په خپله یوه وروستۍ مقاله کې لیکي چه «ای.اس.ای د چریکی قوماندانانو د فعالیتونو د انسجام په ادامه، په افغانستان کې د محاربوی او تخریبی فعالیتونو د تشدید او د ډاکتر نجیب ا لله د ملی پخلاینې د پروګرام په ردولو سره، احمد شاه مسعود چه د ک. ګ. ب د ګرمې دوستۍ له امله یې مناسبات له ای.اس.ای سره ساړه شوي وه په 1369 ش.(1990م.) کال کې پاکستان ته ور و باله.احمد شاه مسعود په دې سفر کې له پاکستانه د نظامی او مالی کمکونو تر لاسه کولو برسیره په پاکستان کې د سی. ای. ای د دفتر مشر (هری) سره هم و لیدل چه هغه د ده میاشتنی معاش له 50000 نه 100000 ته لوړ کړ».

څرنګه چه د دولت مخالفینو او د هغوی د باندنیو مربیانو تنها په جنگ کی خپلی ګټې لیدلی نو ملی سوله ئی و نه منله او جنگ ته ئی دوام ور کړ، له یوی خوا د هغوی نظامی فشار زیات شو او له بلی خوا په دولت کی د ننه هم ځنې عناصرو د شخصی خصومت او انتقام پر مبنا  له مجاهدینو او یا له د باندنیو هیوادونو سره  اړیکی ټینګېړې، د ننني دسائس اوتوطئی پیل شوې.

د جلال اباد له جنگ (1989) او د مجاهدینو له ماتی وروسته ﻟﻤړى د ملی دفاع وزیر شهنواز تڼی  له اسلامی گوند سره کودتا ته ملا و تړله چه ناکامه شوه.

له بلی خوا شوروی اتحاد هم چه وضعه لیدله د خپلو راتلونکو ګټو د پاره ئی د نجیب له دولت نه مخ واړاوه او په اسلامی احزابو کې یې له خپل پخواني دوست او ارتباطي اسلامی جمعیت سره نژدې تماسونه ټینګ کړل، برهان ا لدین ربانی ئی مسکو ته ور وباله چه زیات امکان لری د هغه د تعهداتو په بدل کی ئی وهغه ته د قدرت د انتقال موضوع او د یوې کودتا د سازماندهي فیصله هم سره کړې وي.

همدا وه چه دوهمه کودتا د گوند د رهبرۍ د یو شمیر غړو (محمود بریالی، فرید مزدک، عبد الوکیل......)، د ملی دفاع د وزارت د مرستیال (نبی عظیمی) او لوی درستیز (اصف دلاور)، د دولتي امنیت د وزارت د مرستیالانو(یار محمد او باقر فرین او د ملی ګار د د قوماندان سید اعظم سعید) او ډیرو نورو په ذریعه چه دوی له اسلامی جمعیت او احتمالا د روسیی او ایران له استخباراتو سره اړیکی ټینګې کړې وي عملی شوه چه دا کودتا بریالۍ شوه اود مجاهدینوځنې ګروپونوپه کابل کې سیاسی قدرت تر لاسه کړ.

ډاکتر نجیب ا لله هم چه د پخوانیو توافقاتو له مخی باید د ملگرو ملتونو د سازمان له مرستیال بینین سیوان سره له هیواد نه بهر شوی وی، کله چه د دوی دواړو (نجیب او سیوان) د سورلۍ موټر د کابل هوائی ډگر ته د تگ په حال کی وه،  په کودتا کې د شاملو افرادو او په همدې منظورد هوایي ډګر په لار او خپله د کابل په هوایي ډګر کې ځای په ځای شوو قوتونو (د ملی ګارد د سربازانو، د حیرتانو د جنرال مؤمن د لوا سربازانو، د دوستم ازبکو ملیشو او د اسلامي جمعیت د نظار شوری د افرادو) له خوا ئی د خروج ممانعت و شو چه دا قوتونه د همدغو کودتاچیانو له خوا چه نومونه ئی مخکی ذکر شول د همدی مطلب د پاره کابل ته را غوښتل شوی وه. ډاکتر نجیب ا لله د بینین سیوان په ذریعه د ملگرو ملتونو ودانۍ ته انتقال او سیاسی پناه ور کړل شوه.

له سیاسی قدرت نه د ډاکتر نجیب الله او د وطن گوند له گوښه کیدو وروستنی پړاو ته بیا تر نن ورځې پوری یوه کتنه:

د ډاکتر نجیب ا لله او ملګرو ملتونو د ملی پخلاینې د پروګرام پر ردولو سره چه د یوې د نننۍ او بهرنۍ  کثیر ا لجوانبه توطیې او کودتا په ترځ کې ځنې اسلامی تنظیمونوپه هیواد کې واک تر لاسه کړ، بیانو دوی د زیات قدرت او زیاتو دولتي کُرسیو د خپلولو په موخه یو له بل سره سخته جګړه هم پیل کړه، د اسلامی جمعیت گوند په دولتی، نظامی او دیپلوماتیکوعرصو کې مهم او کلیدی پوستونه خپل کړل، اسلامی او نورو گوندونو مخالفت ور سره پیل او جنگ پیل شو، په جنگ کی له ټولو سلاح گانو کار اخستل کیده او کابل ئی په سور اور بدل کړ، د خلکو په ناموس، مال او مقدساتو باندې تیری و شو، تاریخي اثار، موزیمونه او ملي ارشیفونه غلا او په بهر کې وپلورل شول، حتی سلاح او نظامي وسایل او وسایط خرڅ او پیسې یې په شخصي جیبو کې وا چول شوې.

په دی مرحله کی ځنو خاینو حلقاتو د خپلو شخصی منافعو د پاره قومی، ژﺑﻨﻴﻮ، منطقوی او مذهبی مسائلو ته په ډیره زیاته اندازه لمن و وهله، د خلکو وژنه، تښتول، چور او چپاول، بی نظمی او بی امنیتی ډیره زیاته شوه، خلک ډیر ناراضه شول، د مجاهدینو مشران او قوماندانان د پیسو او شتمنیو په ټولولو بوخت شول، د پاکستان، ایران او روسیی مداخله په هیواد کی ډیره زیاته شوه.

 په 1994 کال کی د امریکی په نوښت او د پاکستان د استخباراتو په ذریعه یو نوی اسلامی بنسټ پاله ځواک د طالبانو په نامه سیاسی صحنی ته را مخ ته شو، طالبانو په ډیره بیړه پر مختگ کاوه ځکه خلک د ربانی  او احمد شاه مسعود له دولت نه  ډیر زیات ناراضه وه، په کال 1996 کی هغوی د کابل دروازو ته را نژ دی کیدل چه په کابل کی میشته د جمعیت د گوند د رهبرۍ غړو او سترو قوماندانانو هغه څه چه وکولای شود سلاح، وسایطو، مهماتو او د  بیت المال له شته منیو نه پنجشیر او د هیواد شمال ته ور سره یوړه او و تښتیده، طالبانو کابل و نیو او د خلکو رښتینی بچی او د هیواد رښتینی ملی اتل ډاکتر نجیب الله ئی په شهادت ورساوه، داچه د هغه د شهادت پلان چیرته او په کومه استخباراتی دستگاه کی طرحه شوی وه خو د طالبانو او ای. اس. ای د عمالو په لاس شهید او افغانستان بیا  له یوه ډیر ستر ملي، په خلکو زړه خوږي او تاریخی شخصیت نه محروم شو. 

په 2001 کال کی په یو شمیر امریکائی اهدافوباندی یو سلسله تروریستی او تخریبی حملات تر سره شوه چه امریکائی  مقاماتو د القاعده سازمان مشر اوسامه بن لادن د هغه مسئول وباله. اوسامه په دی وخت کی د طالبانو په پناه کې وه، امریکائیانو هغه له طالبانو نه وغوښت، طالبانو د هغه له ورکولو نه ډډه و کړه، امریکائیانو د ناتو په ګډون او په اصطلاح د افغانستان د شمال د الیانس (جمعیت، وحدت، ازبکی ملیشی او نورو) په همکارۍ په طالبانو بریدونه پیل کړل چه طالبان ئی مات او د هغو حاکمیت ته ئی خاتمه ور کړه.

د بُن د کنفرانس د فیصلو په اساس حامد کرزی چه له طالبانو او مجاهدینو سره ئی پخوانۍ اړیکې در لودې د هیواد  د مشر په توگه و ټاکل شو.

د کرزی  په  وجود  کی  سیاسی  قدرت  په حقیقت  کی  بیا هم د  شمال الیانس د  کسانو  په لاسونو کی متمرکز شو.

طالبانو او اسلامی گوند له خارجی قوتونواو د کابل له رژیم  سره جنگ ته ادامه ور کړه او په هیواد کې وضعه  لا هم  خرابه  شوه، د جنگ  پای  ﻫﻴڅ  نه لیدل کیږي، ﻫﻴڅ څوك  نه  افغانان او نه بهرنیان د سولی په  مورد کی  فکر نه  کوی، ټول  په چور او چپاول اخته دي اوتنها په دی فکر کی دی چه څرنګه خپل ثروت زیات کړي او خپل جیبونه ډک کړي، رشوت او اداري فساد خپل اوج ته رسیدلي دي.

اوس افغانستان نه تنها د بین المللی تروریزم او د مخدرو موادو د  بین المللی مافیا د عملکرد په میدان تبدیل شوی، بلکه زمونږ ګران وطن په نړۍ کې د موجودو قطبونو او سلیقو د زور ازمایۍ په میدان هم بدل شوی چه هر یو غواړی افغانستان د خپلو منافعو په مسلخ کې قربانی کړي.

 دلته دوه موضوع گانی ډیری د غور وړدي:     

1 - څرﻧگه چه له یوی  خوا په هیواد کی امنیتی وضعه ورځ په  ورځ په  خرابیدو  ده، د باندنی  قوتونه  د بیگناه خلکو مخصوصا ښځو او کوچنیانو وژلو ته اقدام کوی او له بلی خوا هغه جنگی لاردان  چه پرون ئی په زرگونوانسانان و وژل او په ملیونونو دالر ئی برمته کړل او نن بیا هم په پارالمان او حکومت کی د رهبرۍ په  مقامونو کی لیدل کیږي چه  دا وضعه لا هم خلک  ناراضه  کوی، فاصله ئی له دولته  سره زیاتوی.

2- داسی حدس وهل کیږي چه همدغه په اصطلاح پرونی جنگی لاردان یا  دقیقا جنگی مجرمین  چه د جنگ له طریقه بډای شوي او په جنگ کی ئی ثروت ذخیره کړی او شهرت ئی موندلی د جنگ په موجودیت او ادامه کې علاقه مند او ذینفع دي، ځکه  دوی  متیقن دی  چه د جنگ له  ختمیدو سره به  دوی د  خپلو تیرو  اعمالو په خاطرمخصوصا د خبیګناه خلکو د وژنې ، د موزیمونو، تاریخي اثارو او بیت ا لمال د ټوکو د غلا په خاطرمحاکمه شي او د دوی پیسې، کورونه، بانکونه او قصرونه به ضبط شي نو د دی له  امله دوی په هیڅ صورت سوله  نه غواړي او کوشش به وکوي چه جنگ لا هم اوږد شی.

د  دی له  خاطره  مونږ له  ﻧړیوالې  ټولنې  او د افغانستان  له دولت  نه  دا  هیله کوو  چه دوی د رهبرۍ له پوستونونه ایسته ﻛړي او د  افغانستان له ﻛړیدلو  خلکو نه  دا هیله  کوو چه  هغوی  دی په پار المان کی د خپلو وکیلانو په توگه و نه ټاکي ځکه هغوی خپل امتحان ور ﻛړی (ازموده را ازمودن خطا ست)، اوس خلک دې ته منتظر دي چه دوی د محاکمې میزونو ته ور کش شي.

همدا رنګه مونږ د افغانستان له حق شناسه اولس او له افغان دولت نه په ټینګه سره هیله کوو چه د شهید ورځ دې د ډاکتر نجیب الله په نامه و نومول شي او په دې ورځ دې د ده د کارنامو یادونه و شي،هر کال دې د کابل د ښار په یوه ناحیه کې یو ښوونځی او یو سړک د ده په نامه و نومول شي او په ولایاتو کې دې هم ورته عمل وشي ځکه دی د خپلو کارنامو له امله د افغانستان رښتینی ملي اتل او رښتینی شهید دی نه هغه څوک چه له افغان اولس سره زیاتې جنایي دوسیې لري.

زمونږ ډیر کړیدلي او رنځېدلي خلک په داسې اسفناکه وضعه کې ډاکتر نجیب الله ته د ورځ په ورځ زیاتیدونکی  احترام له تبارز سره، د ډاکتر نجیب الله همرزمانو(د وطن ګوند غړو) او نورو واقعا ملی، ترقی غوښتونکو، وطنپرستو او عدالت خوښوونکو نیرو ګانو ته سترګې په لاره دي.

د ډاکتر نجیب ا لله د شهادت د تلین ډیر ښه درناوی د وطن د دې لوی شهید د لارې تداوم دی. راځۍ چه د وطن د ګوند د غړیواو د بهترینو وطنپرستانو په توګه له ماتو(شکستونو) نه زده کړواو یو ځل بیا خپل تعهدات د خپلو خلکو او خپل وطن په مقابل کې په یاد راوړو. راځۍ له پراګنده ګۍ نه د تشکل خوا ته لاړ شو. راځۍ چه ملی پخلاینه چه لا هم خپل مُبرمیت لری، کارا او بې بدیله ده، خپل څراغ و ګرځوو، راځۍ د وطن د ګوند د کنګرې فریاد پور ته کړو او د هغه د فیصلو په سیوري کې د وطن پرستو او با مسؤلیتوانسانانو په توګه د خپلو خدمت ته چمتو شو.

راځۍ د خلکو په لاره لاړ شو، راځۍ چه له خلکو یې زده کړو، چه خلکو په خپل زړونه کې شهید ډاکتر نجیب الله ته ځای ور کړی، له هغه نه په ډیر حرمت سره یادونه کوي او د هغه د سر ښندنو په برابرد تعظیم سر کته کوي.

پریږدئ چه د ډاکتر نجیب الله شهادت ته د درناوی ورځ د هغه د
ارمانونو د تحقق په خاطر د تعهداتو د تجدید په ورځې تبدیله شي!

تل دې وي د شهید ډاکتر نجیب ا لله ځلانده خاطرې!  

 

 

لومړۍ پاڼه | صفحۀ نخست