دشهید داکتر نجیب الله د څوارلسم تلین په مناسبت
په ننګرهار کې د لنډمحاله تشکیلاتو د ولایتی شورا پیغام

دلوی او بخښونکی خدای په نامه

درنو هیواد والو ٬ ملګرو ٬ خویندو او ورنو !

څوارلس کاله دمخه ٬ دیوی غملړلی پیښی په ترڅ کی ٬ دتورو کړیوپه دستور دڅو تورمخو په لاس ٬ زموږ هیواد دخپل په سولی او وروری مین ملی لارښود دشتون نه بی برخی شو .

دپاک خدای ددبار څخه سرلوړی شهید داکتر نجیب الله ته د جنتونه هیله لرو٬ لاره دی زرغونه وی او لارویان دی نه ستومانه کیدونکی . خو :

دا دی دسولی اوملی پخلاینی د لاری لارښود او سر ښنیدونکی اتل مشر شهید داکټر نجیب الله څوارلسم تلین په داسی حال کی لمانځو چی دهیواد په سیاسی ډګر کی دوطن دګوند ونډه او اغیزه خو لاپرځای پریږده چی پر یوه مرکز ددی ګوند دغړو بیا راټولیدل او دشهید مشر د آرمانونو د تحقق لپاره جوګه کیدل هم ٬ دیوه تشکیلاتی ضروری هدف په ټوګه نه یواځی دا چی نه دی تر سره شوی ٬ چی د هغی دشونتیا په لار کی لا ستر خنډونه هم په خپل ځای پراته دی .

ملګرو په تشو خبرواو تلینونو په لمانځلو نه ګوند جوړیږی٬ نه هیواد ته سوله راځی . د شهید نجیب الله دسترو آرمانونو د پوره کیدو په خاطر ٬ ( په حقیقت کی دپراخو پرګنو دغوښتنو ) په خاطر دخپلو لیکو په یوځای کولو سره ځانونه دشهید لارښود دآرمانونو د پوره کولو وړ کړی . راځی چی په هیواد کی تلپاتی دسولی ٬ ملی پخلاینی ٬ پرمختګ اوګوندی وحدت ته د رسیدو په لار کی په عملی ګامونو د خپل شهید لارښود تلین په اوچت سر ونمانځو .

په درناوی

محمد افضل افضلی

 

 

 

لومړۍ پاڼه | صفحۀ نخست