دتلې پنځمه دوطن دلارې دستر اتل
شهيد دوکتورنجيب الله دشهادت څوارلسمه کليزه
(په خوست کې د وطن ګوند غړو د انسجام دلنډمهاله تشکيلاتو پیغام)

۱۳۷۵ لمريز کال دميزان پنځه، چې د۱۹۹۶ زيږديزکال د سپتمبر د۲۷ مې نيټې سره سمون لري،  دوطن دلارې دستر اتل شهيد دوکتور نجيب الله دشهادت دسترې حماسې دورځې سره برابره ده داورځ زموږدګران هېواد افغانستان په لرغوني تاريخ کې زموږ دولس پروړاندې دبهرنيو دسيسو اوتوطيو دتکراريوه زړه بږنونکې اوويرجنه ورځ ده.

هوکې هېوادوالو! افغانان دافغانستان دپخواني جمهورريس او وطن ګوند مشر،  ملي اتل، نړيوال سياستوال اودملي روغې جوړې نوښتګردشهادت څوارلسمه کليزه دهېواد په دننه اوبهرکې په داسې شرايطو اوحالاتوکې لمانځي، چې افغان کورسوځونکوجنګ جګړو خپل پراخ سيوری تردې مهاله پرهېواد غوړولی اوهېواد په يوه ژور سياسي، پوځي، اقتصادي اوټولنيزبحران اوکړکيچ کې راښکيل اوروان مسلط حالت ورځ تربلې دلاخرابيدو پرلور درومي او دالاجوته نه ده چې داوسني ناوړه حالت سيوری به ترکومه پرهېواد غوړيدلی وي؟ دافغانانوپرسربه نورڅه راځي ؟ دهېواد دناامنه اومسلط کړکيچن حالت څخه رامېنځ ته کېدونکې وروستۍ پايلې به څه وي؟ زموږ راتلونکی برخليک او دهېواد وروستۍ انجام به څه وي؟ دهغه پوښتنې دي، چې دهرافغان په ذهن کې راپورته کيږي دوکتور نجيب الله دهېواد په داسې شرايطو اوحالاتوکې واک ته ورسېد، چې هېواد دبل هروخت په پرتله په يوه ستونزمن اونازک حالت کې راګير او نجيب الله يې ديوه ستر تاريخي ازمايش سره مخامخ کړی وو، همدالامل وو، چې دوکتور نجيب الله دافغانستان دغميزې څخه دافغان ولس دژغورنې، ازادۍ، ولسواکۍ، برابرۍ، ملي وفاق اومدني ټولنې ته درسېدو په موخه دملي روغې جوړې، انساني اواسلامي سياست چې په بشپړه توګه يې دافغان ولس له ارادو، هېلو اوارمانونوڅخه يې سرچينه اخيستي وه اودافغاني ټولنې پرحقايقو ولاړه وه نه يوازې دخپل ګوند اودولت داوږدمهاله  اوسترتيژيکې پاليسۍ په توګه بلکې دهېواد دبيا رغونې په اوږده پړاو کې دټولوافغاني ځواکونودګډ ملي افغاني سياست په توګه مطرح کړ،  دملي مصالحې تفکر زموږد دوديز، ديني، مذهبي اوهېوادپاله پرمخ تلونکي تفکر دانعکاس ډيرمناسب پرځای اوپروخت انځور اودملت په سطح دهېواد په سترو او خورا مهمو حياتي مسايلو همغړيتوب دی، چې دافغاني خپل منځي پوهاوي په هکله دوکتور نجيب الله رامېنځ ته کړ.

ده  به ويل، چې په هېوادکې روانه جګړه د ورور وژنې اوشرارت جګړه ده، چې دپرديو په لمسون دبهرڅخه پرافغانانوتپل شوې اوافغانان دد ې جګړې داور په لمبوکې سوځي اوټينګاريې کاوه، چې هېواد داوسني ناتاراوناورين څخه رايستل دجنګ جګړو اوپرجګړې ټينګارکولوله لارې ناشونی کاردی،  افغانان دې هرڅومره چې ژر کېدای شي په هېوادکې دسولې دراوستو اوټينګښت اودهغې دساتلواوجګړې ته دپای ټکي ايښودلولپاره دملي روغې جوړې، پخلاينې، سياسي ډيالوګ، بين الافغاني تفاهم اوسياسي جوړجاړي لاره خپله کړي کوم چې بل الترناتيف نه لري اوپه اوسنيو مهمو اوحساسو شيبوکې چې هېوادورسره مخ دی خپل هېوادنۍ مسووليت اوتاريخي افغاني رسالت په مسوولانه ډول داوسني اوراتلونکي نسلونواوهېواد پروړاندې ترسره اوداسې بې ځايه غيرمسوولانه اونه سنجول شوی ګام پورته نه کړي، چې خدای مه کړه زموږ دخويندو، ميندو ابرو، عزت اوعفت اودا راز دهېواد خپلواکي، ملي حاکميت، دخوارې بشپړ تيا دپرديوپه لمسون په سېند لاهو شي دهمدې تاريخي اړتيا پر بنسټ وه، چې دوکتور نجيب الله دخپل واک په ټوله موده کې په هراړخيزه توګه هڅه اوهاند وکړ، چې دملي مصالحې او روغې جوړې دپلي کولولپاره دښکيلو افغاني ځواکونواوځانګړو افغاني شخيصتونواوهمدارنګه دښکيلونړيوالوهېوادونودمثبتو اوجوړونکو هلو ځلو لاره هواره کړي،  او په دې برخه کې يې په ځانګړي ډول دملګروملتونوسازمان پنځه فقره ييز پلان ته، چې دملګرو ملتونودځانګړي استازي بينين سيوان لخوا پرمخ وړل کېده اشاره وکړو دملي مصالحې سياست، چې دډيرو منډو ترړو اوهلوځلو دپلې کېدو وروستي پړاو ته رسېدلی وو،  دهېواد څخه بهر ټولو روڼ اندو تکنوکراتانو، جهادي تنظيمونو، قوماندانانو، دمولوي محمديونس خالص پرته ددې سياست پلوي وکړه،  خو له بده مرغه ځينو بې لارې جهادي تنظيمونو(نظارشوار، اسلامي جمعيت، اسلامي وحدت، دمحمداصف محسيني اسلامي حرکت )اود وطن په ګوند کې ځينوبدنامومشرانواودافغانستان په وسلوالوځواکونوکې دځينولوړو پوړو بې مسووليته او رټل شويو پوځيانواو په ټوله کې د(شمالي ټلوالې) ترنامه لاندې دپرديوسره دتړلو کسانوپه اشاره اولارښونه قصداً اوعمداً د ملګرو ملتونودپلان دپلي کېدو مخه ونيوه اوپه يوه پلان شوې کودتايې لاس پورې کړ، چې په پايله کې دملګروملتونودسولې پلان ناکام اودسولې پروسه تخريب اوسبوتاژ شوه،  دوکتورنجيب الله دملګروملتونوددفتر په انګړ کې محبوس اوبنديوان پاتې شو،  تردې، چې دتوطيو په دوام کې دملګرو ملتونودمقردديپلوماتيک خونديتوب په پام کې نه نيولوسره ظاهراً دطالبانودبربريت اووحشت په لاسونوديوې نړيوالې توطيې په وجودکې، چې پلان يې په بهرکې جوړ شوی ووداسلامي ارشاداتو، انساني کرامت، افغاني دودونواونړيوالومنل شويواوصولواوقوانينوپرخلاف دمحاکمې پرته دخپل ورور شاپور احمدزي سره يو ځای په شهادت ورسېده .

انا لله وانا اليه راجعون

اود دوکتور نجيب الله دشهادت ترڅنګ دافغانستان په اړه دبهرنيو هېوادونوداستخباراتي اوجاسوسي کړيو له غرضه ډکې موخې سيرې اوپټ رازونه اوپلانونه هم ترخاور لاندې پټ پاتې شول کوم چې دوکتورنجيب الله پرې پوهېده .

دملګروملتونوسازمان ستره سياسي اواخلاقي ماته وخوړه اودهغه ځانګړی سياسي استازي بينن سيوان بدنام شو اوپه خواشينۍ سره چې دنامشروع لاسوهنوله امله دواک دليږد پروسه ګډه وډه شوه اودملګرو ملتودسولې پلان په هم هغه تاريخي پړاو کې ناکام اوماتې وخوړه ددې پروسې ناکامي له شک پرته ددې ترڅنګ، چې دملګرو ملتو سازمان ناړيوال اعتبار اوحيثيت ته يې درنه ضربه ورکړه،  افغان ولس هم ددې ماتي په ترڅ کې نه جبرانوونکې زيانونه ومنل او ددې ماتي ډيره لوړه بيه يې پرې کړه، چې دهغې ناوړه پايلې تردې مهاله هرې خواته ترسترګو کيږي اوپه راتلونکو نورو څو لسيزو به هم ونه رغيږي .

له همدې کبله افغان ولس حق لري  داخبره مطرح کړي، چې :په پايله کې ددې (معاملې) له مخې، چې (دافغانستان له پولوبهر جوړه شوې وه ) نجيب الله ترڅلورو کلونوزيات په کابل کې دملګرو ملتونوسازمان په مرکز کې پاتې شو او ملګروملتو ونشوای کولای د مخکينيو توافقاتو پربنسټ دوکتور نجيب الله په خوندي ډول کوم بهرني هېواد ته وليږدوي په داسې حال کې چې دافغانستان (حاکم) دولت دبرهان الدين رباني په مشرۍ دملګرو ملتو دسولې دپلان دسبوتاژ محصول،  دملګرو ملتو په سازمان کې استازيتوب هم درلود ددې کار عوامل اوخنډونه څه وو؟ داټول ددې لپاره په کار اچول شوي وو  هغه ځواکونه، چې دافغانستان دملي ګټو سره يې ژوره دښمني درلوده نه غوښتل، چې نجيب الله دې ديوه پوه اوخوځنده رهبرپه توګه په راتلونکې کې دافغان کشالې په حل کې رول ولري  اوهمدارنګه په سيمه اونړۍ کې يوشمېر داسې هېوادونه وو، چې نه يې غوښتل په افغانستان کې يوسالم او باثباته دولت دافغانانو د ازادې ارادې پربنسټ رامېنځ ته شي، چې دافغانستان دخلکو دملي خپلواکۍ اوملي کټو تمثيل وکړي دهمدې کبله بايد په ډاکټرنجيب الله باندې ګزار شوی وای اوهغه يې له مېنځه وړی وای،  دوکتور نجيب الله دهېواد دستر اتل شهيد په توګه دافغانستان دوياړلي تاريخ په زړه کې دځلانده ستوري په څېر پړکيږي اوزموږ دوياړه ډک تاريخ ته يې يو بل وياړ هم ور په برخه کړ،  چې اوسني اوراتلونکي نسلونه به ورباندې افتخارکوي په ډيرې خواشينی اوتاسف  اوس چې موږ خپل وياړلی مشر له لاسه ورکړی دی نو دافغانانو دازادې اوخپلواکې ارادې خلکو غوښتنه داده، چې دهغې دارمانونودسر ته رسولوپه لارکې درانه او اوچت ګامونه پورته کړو اوخپلو انساني هلو ځلوته د يوه ولسواک،  خپلواک، هوسا دسولې اوامن څخه ډک ازاد افغانستان دمېنځ ته راوړلو لپاره ځان وقف اوپه دې لوري کې خپلو انساني او افغاني هلو ځلوته په نه ستړې کېدونکې ځواکمن هوډ ادامه ورکړو .

بریالي دې وي د وطن د لارې دستر اتل شهيد،  دوکتور نجيب الله،  انساني او سوله خوښوونکي ارمانونه. 

په خوست کې د وطن ګوند غړو د انسجام دلنډمهاله تشکيلاتو پیغام

 

 

لومړۍ پاڼه | صفحۀ نخست