د خپریدو نیټه: 24.09.2010

په بلجیم کی دمیشتو ځینو افغانانو لخوا

دشهید ډاکټرنجیب الله دشهادت دڅوارلسم تلین په مناسبت پیغام

درنو اوپتمنو هیوادوالو ! تاسو خبریاست چې له نن څخه څوارلس کاله وړاندې ډاکټر نجیب الله چې په کابل کې دملګرو ملتونو په دفتر کې دیو سیاسي پناه اخستونکي په توګه ژوند کاوه٬ دیوه له وړاندې جوړ شوی افغان دښمنه پلان پراساس دافغان دښمنو کړیو لخوا دافغاني اودیني دودونو سره په ټکر کې په شهادت ورسید. اناالله وانا الیه راجعون. خو ولې ؟؟؟

  ـ نجیب الله دافغانستان په وروستیو سیاسي مشرانو کې هغه مشر وو٬ چې«طبقاتي» اود«کفر اومسلمان» ترمنځ جګړه یې وغندله٬ هغه یې دپردیو په لمسون اود پردیوپه کټه وبلله ٬ دافغاني مسوولیت اودخپلې لوړې سیاسي پوهې په رڼا کې یې هغه د«افغانانو ترمنځ» جګړه وبلله اودهغوی ترمنځ یې د«پخلاینې» شعار ورکړ.

ـ نجیب الله هغه سیاسي مشر وو٬ چې دخپل ګوند اودهغه ترلار ښوونی لاندې دولت په تیروتنو یې اعتراف وکړ ٬ټولې سیاسي اوپوځي ډلی یې دناورین دپای ته رسولو په منظور دملي ګټو پرمحورخبرو اترو٬ همغږئ اوسولې ته راوبلل.

ـ نجیب الله هغه سیاسي مشر وو٬ چې دهیواد خپلواکئ ته یې درناوی وکړ دیو زړه وراونوښتګرسیاسي مشر په توګه یې یو«یرغل» له سیاسي لارو چارو نه په ګته اخستنه پای ته ورساوه او«ملي خلاصون» ته یې لار پرانستله اودیرغلګرو دوتلو ورځ یې دافغانستان دملي ژغورنې ورځ په نامه ونوموله.

ـ نجیب الله هغه سیاسي مشروو. پداسي حال کې چې ترډیره بریده دروسانو دمرستو تراغیز لاندی و خوپرافغانستان یې دیرغل ګناه اوجنګي غرامات روسانوته ونبخښل او په عمل کې یې داحقیقت په ازبات ورساوه چې ویلی یې و«مادوستي کوله خوغلام نه وم».

ـ اوپه پای کې نجیب الله هغه سیاسي اوملي مشروو٬ چې دهیواد دخاورې دبشپړتیا څخه یې دعربو٬ پاکستانیانو اودهغوی دافغاني مزدورانوپروړاندې په خپلواکه توګه ساتنه وکړه اودایې وښودله چې افغانان دننګ په کار کې دخپلو پلرونو اونیکونو ریښتني بچیان دي.

 موږ دیو داسې سترملي اولوړ سیاسي شخصیت دشهادت دڅوارلسم تلین په درشل کې باور څرګندوو چې دنجیب الله شهادت دلویونړیوالو ځواکونودپلان سره سم دهغوی دسیمه ایزو اوکورنیو افغان دښمنو کړیو په مټ ترسره شو. افغانانو ته په کارده چې اوس دنجیب الله په قدم ٬ قدمونه کښیږدي ٬ دخپلمنځیو جګړو او افغان وژنې مخه ونیسي اودملي روغې جوړې په خپلولو په هیواد کې دسولې٬ بیاجوړونې٬ پرمختګ٬ اقتصادي اوسیاسي خپلواکي دبسیاکیدلو شونتیاوې برابرې کړي.

نجیب الله به دخپل سیاسي پیغامونو اوکړنو له کبله تل ژوندی پاتې شي

په درناوئ

په بلجیم کې میشتو ځینو افغانانو لخوا

 

 

 

لومړۍ پاڼه | صفحۀ نخست