د خپریدو نیټه: 24.09.2010

ډاکټرحنیف بکتاش

شرمېدلې سپېده

شېبې ستړې وې

او پر مزله ،

د سکون امر خپور ؤ

لمر ځان ، په تور څادر کې نغښتی ؤ

او کلونه مخکې

له بامه ، رغښتی ؤ

 

باران د غم رنګ لاره

د هندارې پر مخ ، اوښکې بهېدې

او کاڼو ،

 د وینو بوی ورکاوه .

باغ پر خپلو لاسو

د باغوان لاسونه غوڅ کړي وو

د کاله له دروازې

د حیا رنګ الوتی ؤ

او شپانه

له خپلو شپېلیو تښتېدل

ستوري ړانده وه

سپېده له دریڅې شرمېده

او شمال

د یوه کنګل فصل ،

د رسېدو شګون لاره

هندارې د پخوانیو پیړیو انځور ایسته

ایمان په دار ځړېده

 

او له هیلو ،

یواځې تصویرونه پاتې وو

د جام پر شونډو

د یوه ترخه سکوت انګار پروت ؤ

نجونو خپل تي

د کاله پر دسترخوان غوړولي وه

ماشومانو د سکروټو له دریڅې

نړۍ ته کتل

اور پړي اونښت

د ذهن پر تخته

د غټو تورو مضمون ؤ

وېرې په پرېړو پړو

د ارادې لاسونه تړلي وو

وجدان ،

د بدکاره ښځو په څېر خرڅېده

د کوڅې رنګ الوتی و

او د ملا غږ پر غوږو بد لګېده

 

د نارنجو څانګه

د مینې په مانا نه پوهېده

مسکا خپلې شونډې

ګنډلې وې

او د رباب په تارونو کې

عذاب غږېده

ځمکه درنه وه ،

شېبې درنې تېریدې

تا وی سهاره پورې

یوه پیړۍ لاره ده .

سپتامبر 1996 کال لندن

 

 

 

لومړۍ پاڼه | صفحۀ نخست