د خپریدو نیټه: 27.09.2010

اسدالله پيام
ډنمارک
سپتامبر ۲۰۱۰

دډاکتر نجيب الله د شهادت د څوارلسم تلين په مناسبت ددرناوي او  همخوږي پیغام

ډاکتر نجيب الله د وطنپالنې او د نوي افغانستان په لور
د سترو ملي ایدیالونو او ارزښتونو وتلی سمبول دی

چې پيدا شوې تا ژړل خلکو خندا کړه
داسې مړ شه چې ته خاندې خلک ژاړي

دډاکترنجيب الله شهادت هم یوه ستره ملي غميزه او هم هممهاله یوه لويه حماسه او اسطوره ده چې زمونږ د هېواد د معاصر تاریخ له ورته بېلګو سره خورا ژور او بنسټیز توپیرلري .  دا توپیر د بېلګې په توګه د شلمې پېٍِِِړۍ له همکچې پېښو سره یواځې د دولتي او یا سیاسي واکمنانو او مشرانو د مقام، پوهې او مشرتابه د اغېزمنتوب په څرنګوالي کښي ندی بلکه په هغو ارزښتونو، موخو او لاملونو کښي نغښتی دی چې د سیاسي وژنو،  بلواګانو، کودتاوو او توطیؤ په بڼو پېيلې او پلې شوېدي. که غازي امان الله خان او شهید محمد هاشم میوندوال له دغه چاڼ څخه مثتثنی کړو د تېرې پېړۍ کابو ټولې همدغه شان پېښي د واک دساتلو او یاګټلو (د ځان،کورنۍ، تنظیم او یا ګوند لپاره) او یا هم د بهرنیانو د لارنقشو دپلي کېدو لپاره رامینځ ته شوې دي. خو د جمهور رئیس نجیب الله سیاسي شخصیت او د هغه د شهادت حماسه له دې ميچ او پولې څخه اوښتې او د نوي افغانستان د ستراتېژیک نوي لرلید او د ملي ګټو او ملي ارزښتونو د نوې پېژندګلوۍ له هډانې سره نېغې اړيکي لري. له همدې کبله هم دده د سیاسي څو اړخيز  شخصیت، دده د آندیز لرلید، دده دسیاسي او فکري مخالفینو او همدا رنګه دده د شهادت د خورا حساسو، نا سپړل شویو او ډېراړخیزو سوالونو په هکله ژوره شننه او څېړنه یواځي د وطن ګوندژمنه او صلاحیت نه، بلکه دټولو د نظر د خاوند ولس پلوو او وطنپالو روڼ آندو ګډه ژمنه او رسالت دی . ځکه همدا اوس اوس یواځې دوطن ګوند غړي نه بلکه د افغان ولس غوڅ اکثریت د هېواد د پرون، نن او سبا انځور د نجیب الله په آندونو،انګېرنو، عملکرد او وړاندوینو کې ویني .

ځیني دخپلو ژورو عقدو، یا د «ماموریت او مجبوریت» او یا هم له وطن ګوند او ملي روغې جوړې سره د مخالفت له آمله داسې انګېري چې ګواکي  له شهید نجیب الله څخه د «عثمان کمیس» جوړ شوی، «نجیب ډېرې تېروتنې حتی خیانت کړی دی»، «د وطن ګوند بیا مطرح کول ډېره ستره تېروتنه حتی خیانت دی» او ....خو رښتیانۍ خبره خوداده چې  نجیب الله په خپله تاریخ ګټلی او د ده د فکري او سیاسي مېراث پر ستنو به د افغانستان ځلانده راتلونکی جوړېږي .  ټول «ماسکونه»څيري، «رنګونه» او «رنګزېزان» رسوا او د «سنګفروشانو» سهامي شرکتونه ډېوالي شوي دي .

زه د وطن ګوند د یوه غړي او د ډاکترنجیب الله و فکري ـ سیاسي آرمان او خپل وطن ته د یوه ژمن افغان په توګه، په داسې حال کې چې د وطن ګوند غړو، دده مینه والو او د شهید ډاکتر ټولې کورنۍ ـ په ځانګړې توګه د ده خورا سپین لمنې مېرمنې ډاکتر فتانه نجیب ته په همدې مناسبت د همخوږي مراتب وړاندې کوم، یو ځل بیا د وطن ګوند ټولو بالفعل متشکلو او نامتشکلو غړو ته وړاندیز کوم چې ډاکتر نجیب الله ته  د درناوي د رښتوني بېلګې په توګه خپلې ټولې شونتیاوې سره ګډې کړﺉ او د ډاکتر صاحب د شهادت تر پنځلسم تلین پورې د وطن ګوند د واقعاٌد موکراتیکې او واقعاٌ مشروع عمومي مجمع د تدویر له لارې دهېواد په دې غم لړلي حالت کې د خپل سرتاسري ګوند مجدد او  فعال حضور تامین کړي .    

ومن الله التوفیق

 
 
     

لومړۍ پاڼه | صفحۀ نخست