نشرات ویژه به مناسبت سیزدهمین سال شهادت دکتور نجیب الله
د شهيد ډاکټرنجيب الله د شهادت د ديارلسمې کاليزې په مناسبت د تسليت پیغام
د ننګرهار ولايت د وطن ګوند د لنډمهاله تشکیلاتو د ځوانانو ولايتي شورا
۵ \۷\۱۳۸۸شهر جلا ل اباد
بسم الله الرحمن الرحيم
مونږ د ننګرهار ولايت د وطن ګوند د لنډمهاله مؤقت انسجام د ځوانانو شورا د لوى ننګرهار د ځوان قشر په نمايندګۍ د شهيد ډاکټرنجيب الله د ديارلسم تلين په مناسبت ټولو افغانانو ورونو او خويندو ته د تلسيت پيام وړاندې کوو.
شهيد ډاکټرنجيب الله چې د وطن ګوند مشر او د افغانستان د جمهوري دولت جمهور رئيس تېر شوى دى په رښتيا چې د يوه تکړه ،باجرته ،سرښندونکي او ستر مبارز په توګه د هغه علميت او سياسي پوهې سره چې درلوده يې دې وطن کې د ددې ولس د سوکالۍ په خاطر يې ډېرې هڅې او مبارزې وکړې چې بالاخره ددې وطن د عزت او ابرو د ساتلو په خاطر د خپل شيرين ژوند څخه هم تېر شو.
مونږ يې ټولې کورنۍ خپلو خپلوانو د ملي روغې جوړې د سياست سياستوالو د وطن ګوند اعضاوو او ټولو افغانانو ته ددې لويې او درنې غميزې د ديارلسمې کاليزې په مناسبت تسليت وايو او د شهيد روح ته دورود اوښاد وايو.
انالله و انا اليه راجعون
صفحه نخست نشرات ویژه به مناسبت سیزدهمین سال شهادت دکتور نجیب الله
>> صفحه اصلی پیام وطن <<
E-mail: payamewatan@yahoo.com
E-mail: payamewatan
phone: