نشرات ویژه به مناسبت سیزدهمین سال شهادت دکتور نجیب الله

 

وطن ګوند د رئيس او د افغانستان د جمهوري دولت پخوانى جمهور رئيس شهيد ډاکټرنجيب الله د ديارلسم تلين په رارسېدو سره د وطن ګوند د زرګونو غړو او ددې غيرتي ولايت د هغه ښځو په نمايندګۍ چې د شهيد ډاکټرنجيب الله په کارنامو،مبارزو او سرښندونو وياړي د خواشينۍ د مراتبو پیغام

په ننګرهار ولايت کې ميشت د وطن ګوند د مؤقت لنډمهاله انسجام د ښځو ولايتي شورا لخوا د

١٣٨٨\٧\٦ جلال اباد

په ننګرهار ولايت کې ميشت د وطن ګوند د مؤقت لنډمهاله انسجام د ښځو ولايتي شورا لخوا د وطن ګوند د رئيس او د افغانستان د جمهوري دولت پخوانى جمهور رئيس شهيد ډاکټرنجيب الله د ديارلسم تلين په رارسېدو سره د وطن ګوند د زرګونو غړو او ددې غيرتي ولايت د هغه ښځو په نمايندګۍ چې د شهيد ډاکټرنجيب الله په کارنامو،مبارزو او سرښندونو وياړي د خواشينۍ د مراتبو پيام

بسم الله الرحمن الرحيم

درنو او قدرمنو وطنوالو ورونو او خويندو!

نن هغه ديارلسم کال رارسېدلى دى چې د ميزان په شپږمه نېټه د وطن د سولې او سوکالۍ دښمنانو د خارجي او داخلي توطيه ګرانو په همدې ورځ زمونږ د وطن د تاريخ يوه ژوندۍ صفحه په اور وسوزوله په دې کې به هيڅ شک او شبهه نه وي چې شهيد ډاکټرنجيب الله ددې لپاره چې په وطن کې سوله راشي د جنګ ټغر ټول شي، د وطن نه بهر وګړي په اب او عزت خپل ټاټوبي افغانستان ته راستانه شي ، د مرګ او مير مخه ونيول شي ، د کونډو،رنډوپه زخمونو د مرهم پټۍ ولګول شي او نور هيڅ يوه مور د زوى او يوه خور د ورور په مرګ غمجنه نه شي او دې ټولو ناخوالو ته د پاى ټکى کېښودل شي په پوره بې مثاله جرات او زړورتيا سره د قدرت څخه لاس په سر شو د ملګرو ملتو د سولې پنځه فقريزه پلان ته يې لبيک ووايه او خپله استغفا يې د ملي راډيو تلويزيون څخه اعلان کړه خو د وطن څوګند خوړونکو دښمنانو د خپلو بادارانو سره يوځاى دا پروسه د ناکامۍ سره مخامخ کړه او بالاخره شهيد ډاکټرنجيب الله د ملګرو ملتو په دفتر کې پنا واخيسته او د جنګ اور لکه شهيد چې ويلي وو د کابل او هېواد د  هر کور دروازې ته ورسېد.

چې بالاخره د نن څخه ديارلس کاله مخکې د ميزان د مياشتې په شپږمه نېټه په توره شپه د تورو دښمنانو په لاس شهيدنجيب الله او د هغه ورور احمدزى د ټولو بشري قوانينو په خلاف د ملګرو ملتو د دفتر څخه راويستل شو او په اريانا چوک کې په ظالمانه توګه په شهادت ورسېد چې تراوسه يې قاتلين بدون د محاکمې ګرځي او ملل متحد او حقوق بشر ددې په هکله خاموشي اختيار کړې ده .

مونږ دا خفګان د ټولو افغانانو سره شريکوو او ددې اړوند کورنۍ دده پتمنه ميرمن فتانه جان او معصومو او يتيمو لور ګانو او ټولو افغانانو ته تسليت وايو.

روح دې ښاد وي

انالله وانا اليه راجعون

صفحه نخست نشرات ویژه به مناسبت سیزدهمین سال شهادت دکتور نجیب الله

>>  صفحه اصلی پیام وطن  <<

 

E-mail:
payamewatan
@yahoo.com

phone:  +46-737608525