نشرات ویژه به مناسبت سیزدهمین سال شهادت دکتور نجیب الله

مرادزی

څومره چې دښمنانو ډاکتر نجیب پیژانده، افغانانو ونه پیژنده

جو دانې قدرې یو لال په کې پیدا شي
نور جهان واړه د تورو کاڼو غر د
ی

                                               (رحمان بابا)

افغانانو د اویا  ــ اتیا کلو په اوږدو کې چې لا پېړۍ نه کېږي ، خپل څو میړني له لاسه ورکړل .  د شلمې پېړۍ په دریمه لسیزه کې د هېواد د خپلواکۍ ګټونکی غازي امان الله خان او د همدې پېړۍ په روستیو لسیزوکې شهید داودخان او روسته بیا د هېواد پخوانی جمهورریس دوکتور نجیب الله .

د غازي امان الله خان په مشرۍ د هېواد د خپلواکۍ غورځنګ د هغه وخت د انګریزي ښکیلاک څخه د اسیا د دې سیمې د مېشتو ولسونو لپاره د خپلواکۍ په یوه غښتلي الهام بدل شو . د افغانستان له خپلواکۍ لږ روسته ، د هندوستان له ټولې لویی وچې څخه د پرنګي د واکمنۍ ټغر ټول شو .

همدغه لامل و ، چې انګریزان د اماني غورځنګ په وړاندې لکه ژوبل شرمښ د یرغل په لټه کې شول . د افغانانو دغه بېساری وطنپال غورځنګ یی د توطیو او دسیسو په لوی لویدال ګړنګ کې وروغورځاو او افغانان يي د خپل یوه ریښتیني هېوادپال ، روڼ اند او په پرمختګ مین مشر غازي امان الله خان څخه بې برخې کړل !

 په ورپسې څو لسیزو کې ؛ د بېساري ورانیو ، ویجاړیو او د سلګونو وطنپالو له سپکولو ، بندي کولو او وژلو روسته ، د اماني غورځنګ پر ورانو دېرو او کنډوالو د هېواد مینو زامنو بیا د یوه غورځنګ د بنسټ ډبره کېښوده .

خو ژر دا ځل هم ، لومړی د غورځنګ د بېلارې کولو او کږولو او لږ روسته د هغه د بېخي ځپلو لپاره د نړۍ له هر ګوټ څخه نااشنا موجودات او توره بان دېوان راغونډ کړی شول او غورځنګ یی مخکې له دې چې وغوړېږي او د افغانانو هېواد د ودانۍ په لور ورسم کړي ، په یوې نړۍ پټو او ښکاره چلوټو کې له پښو راوغورځاوه !

د غورځنګ مشر دوکتور نجیب الله پر افغانانو د تپل شویو اوږدو جګړو د پایته رسېدو او د افغانانو کورته د سولې ، ورورۍ او پرمختګ د راستنېدو لپاره د ټولو هڅو سره سره ؛ بیا هم د سولې ، پرمختګ او خپلواکۍ  دغو دوښمنانو ، د غازي امان الله خان غوندې په ورته برخلیک محکوم کړ !

که د غازي امان الله خان پر ضد چلوټه کې د بېلګې پتوګه د جلال باد د سراج العمارت غوندې ماڼۍ  او باغ او یا نور بنسټونه ړنګیږي ، خو د ډاکتر نجیب په ضد توطیه کې د دارالامان د تاریخي ماڼۍ سربېره ، د افغانستان پلازمېنه کابل په دایمي اور کې سوځي او اوس هم د ژغورون څرک نه لګیږي!

توره بان دېوانو د بشریت ، انسانیت او افغانیت د ټولو منل شویو نورمونو په خلاف هغه ډاکټر شهید کړاو په دې توګه يي خپل نومونه په تاریخ کې په تورو ټکو ولیکل .

افغانانو دا ځل هم خپل هوښیار ، ځیرک او د وخت په غوښتنو پوه مشر له لاسه ورکړ !

د ملتونو تاریخ خپل مېړنی کله کله زیږوي . د ملتونو د ژوند په سختو شېبو او توپاني حالاتو کې کله چې د یوه هېواد او ملت د ژوند او بقا پوښتنه رامنځ ته کیږي ، مېړني زيږي !

افغانان به د ریښتینو مشرانو د زیږيدو لپاره ، اوږده انتظار کې پاتې شي !

نجیب په همدغسې توپاني حالاتو کې د جلال اباد پر ښار د پنجابي دوښمن پلان شوی تیری مات کړ . نږدې څلور کاله يي په مېړانه او خپلواکه توګه د افغاني ځوانانو پر مټ د هېواد له خپلواکۍ او ملی حاکمیت څخه دفاع وکړه . په ژنیو تړون سره يي د یرغلګر شوروي د پوځونو د وتونلار چمتو کړه او د دلوې ۲۶ مه ( د فبروري ۱۵ مه ) يي په افغاني ویاړ او برم سره ، د افغانستان د ژغورون ورځ ونوموله !

په دې توګه نجیب په بیخي لنډ وخت کې دوه بهرني یرغلونه یو يي د پنجاب یرغل په پوځي څوک ورمات کړ او بل يي د شوروي یرغل په سیاسي هوښیارتیا او ځېرکۍ سره رفع اودفع کړ .

ټيټ مې بوله غورځنګ راباندې مکړه                زه په دې افتادګۍ کې لوی ګړنګ یم

راځۍ چې د دوکتور نجیب الله د شهادت د دیارلسم تلین د لمانځنې په وخت ، د هغه د شخصیت په اړه د ځینو نورو شخصیتونو خبرې د بېلګې په توګه راواخلو :

شهید دوکتور نجیب  د خوشحال خان د شعر هغه مېړنی دی چې هم په سندرو کې یادېږي او هم په ویر کې :

ګل ګټنه ده د تورې             که کابل دی که کشمیر

مېړني دي چې یادیږي                  په سندرو یا په ویر 

ډاکټر نجیب له باچا خان نه پس یو داسې پښتون شخصیت و چې د ټول پښتون قوم د راټولولو لپاره یی د ژوند تر اخرې سلګۍ پورې مقابله وکړه.........ډاکټر نجیب د پښتون وحدت په هکله یو کمیټد انسان و د ډاکټر سید عالم محسود له قوله  

زه په دې عقیده یم او ډېر خلک به زما سره هم ملګري وي چې د ډاکټر نجیب د هلوځلو او پلان اساسي ټکی دا و چې هېواد او هېوادوالو ته له کمونیستانو او مجاهدینو دواړو څخه نجات ورکړي. منم چې نجیب غوښتل وخت کمایی کړي ، مګر ددې لپاره نه چې د خپل ځان او ګوند اقتدار ته زمینه مساعده کړي ، بلکې ددې لپاره چې د یو بېطرفه قوت د راتلو لپاره شرایط مساعد کړي . په دې کې هېڅ شک نه شته هغه حاضر نه و چې قدرت مجاهدینو ته وسپاري ، ددې لپاره نه چې ګنې هغوی ده خپل رقیبان ګڼل ، بلکې هغه د دوی د خوی او بوی سره ښه اشنا و . .....باید ووایم چې خلقیان د نجیب مخالف وو ځکه چې هغه د دوی په نظر یو پرچمي و او پرچمیان د هغه مخالف وو ځکه چې هغه یو پښتون و ښاغلی سورګل له قوله

دوکتور نجیب د ځان لپاره هېڅ شي نه غوښت . د هغه یوازینۍ هېله دا وه چې څنګه هېواد د جګړې له دوام څخه وژغوري . د افغانانو د واک تشه رامنځ ته نه شي او هېواد منځنیو پېړیو شا تګ ته ټیل نه وهل شي . د همدې موخې لپاره هغه د افغان ملت او نړیوالو سترګو په وړاندې د ملګرو ملتو د استازیتابه په ژمنتیا له واکه تېر شو او استعفا يي وکړه .

هغه ظهور رزمجو ته چې یو وخت د وطن ګوند د مشرتابه ډلې غړی و ، ویلي و : زما له خوا اجازه لرې چې د پرچمیانو د یوې ډلې د مشر ببرک کارمل او د خلقیانو د مشر صالح محمد زیري سره وغږیږي ، که چیري دوی چمتو وی چې د هېواد د ژغورنګ بېړۍ په ګډه له توپانه وباسو . څنګه چې روسته بیا ښاغلی ظهور په یوه مرکه کې وویل : په یوه ناسته کې ډاکټر نجیب کارمل ته مخ ورواړاوه ، زه چمتو یم د ګوند ټول فعالیتونه تاته وسپارم . په یوې ګوندي اعلامیی باید کاروشي او هریو باید د رادیوــ تلویزیون له لارې د ګډې اعلامیی په اړه خبرې وکړو او ګډ تصمیم اعلان کړو

خو پيښو وښوده چې کارمل له دوکتور نجیب او د هغه وخت له دولت سره نه یوازې دا چې په ګډه نه ولاړ بلکې د رباني په مشرۍ د اسلامي جمعیت ، نظارشورا او نورو افراطي اسلامي تنظیموسره یو ځای یی د هغه دولت پر ضد کودتا وکړه او په هېواد کې یی د روستیو خونړیو جګړو لپاره لاره اواره کړه. دغه ډلې ټپلې چې روسته بیا په شمالټلوالې کې سره یوځای شوې ، د دوکتور نجیب او د ده د دولت هغه بریاوې چې په پوځي ډګر کې يي له پنجابه او په سیاسي ډګر کې يي له پخواني شوروي څخه ترلاسه کړې وې ، د شا لخوا په ګوزار له منځه یووړې . په هېواد کې يي سیاسي تشه رامنځ ته کړه او د کورنۍ جګړې بنسټ يي کېښود .                

دوکتور نجیب الله افغانانو دومره  ونه پېژاند ، څومره چې د افغانستان دوښمنانو پېژندلی و .....اګر چې هغه د ملي تعصباتو او تنګ نظریو نه پاک او اوچت وو خو د پښتنو د یوه عظیم شخصیت په توګه د هغه ژوند او کارنامې د پښتون قوم له افتخاراتو څخه دي . هغه د استعمارګرانو له خوا د پښتنو سره شویو ناخوالو باندې ښه پوهېده او د پښتنو د سیاسي خپلواکۍ ، اقتصادي ترقۍ او پرمختګ لپاره يي ډېر سپيڅلي حالات او منصوبې لرلې . هغه چې د افغانستان د صدر په توګه په ۱۹۹۰ کال کې د ملګرو ملتو د جنرال اسامبلې په غونډه کې په خپله ملي ژبه پښتو کې تقریر وکړنو دا د متحده قومونو په تاریخ کې د پښتو ړومبی تقریر و .همدا رنګه چې د پخواني شوروي د خلابازانو سره یوځای تلونکی افغان خلاباز عبدالاحد مومند د خلا له جهاز څخه داکټر نجیب الله سره په پښتو کې خبرې وکړې پښتو ژبه د نړۍ په هغو ژبو کې شامله شوه چې د خلایی جهاز نه پرې خبرې شوې دي   ښاغلی افراسیاب خټک له قوله .

وخت به خپله څرګنده کړي چې چا د هېواد لپاره څه وکړل د ارواښاد دوکتور نجیب الله له قوله.

اخځونه :

ــ وطن یا کفن کتاب څخه : د نورالبشر نوید لیکنه

 

صفحه نخست نشرات ویژه به مناسبت سیزدهمین سال شهادت دکتور نجیب الله

>>  صفحه اصلی پیام وطن  <<

 

E-mail:
payamewatan
@yahoo.com

phone:  +46-737608525