نشرات ویژه به مناسبت سیزدهمین سال شهادت دکتور نجیب الله

 

د افغانستان د وطن ګـــوند د رئيس او د جمهوري دولت دپخوانی  جمهور رئيس ستر شهــــيد ارواح ښاد ملګری ډاکتر نجيب الله د شهادت د ديارلسم تلين په مناسبت دخواخوږی  پیغام !

نیټه :۲۰۰۹/۹/۲۹

دلوی اومهربانه خدای په نامه

ترهرڅه نه مخکې په ډېردرنښت سره خپل دژوری خواخوږی پيغام د افغانستان د وطن ګـــوند د رئيس او د جمهوري دولت دپخوانی  جمهور رئيس سترشهــــيدارواح ښاد ملګری ډاکتر نجيب الله د شهادت د ديارلسم تلين په مناسبت ددوي دمحترمۍ کورنۍ وټولوغړو، دوستانواو دسترشهید وهمسنګرو ملګرواوانډیوالانوته  وړاندی کوم  .

دروان لمریزکال دتلی پينځمه نیټه چې د۲۰۰۹ زیږدیزکال دسپټامبر دمیاشتی د۲۷ می اوه ویشتمی نيټی سره سمون  خوری، دا هغه غمجنه اوتورتمه  ورځ  ده چې دیارلس کاله پخوا په همدی ویرلړلی ورځ کې دافغانستان پياوړی اونومیالی مبارزه دولتی اوګوندی مشر سترشهــــيدارواح ښادملګری ډاکتر نجيب الله دافغانستان دکورنۍ اوبهرنۍ دښمنانو لخوا په دېره بی رحمانه توګه سره په شهادت ورسیدی  .

سترشهیدډکټورنجیب الله دافغانستان یوپیژندل سوی ملی شخصیت وو چې دخپل مبارزی په بهیرکې دیوی عادلانه اودیموکراټیکی  مدنی ټولنۍ په رامنځته کولوکې دملی مصالحی دتګ لاری په پلی کولوسره دسولی اوثبات  او دروغی اوجوړی  دپروسی په تطبیقولوسره په میړانه، زړورتوب اوکلک دریځ سره یې  غوښتل  چې په ګران هیواد افغانستان کې سوله اوامن رامنځته سی اودهیواد خلک او ولسونه  دسولی اودآرامی په فضا کې ژوند وکړی اوهیواددترقی اوپرمختګ پرلوری  پر مخ ولاړسي، شهیدډاکترنجیب خپل ټول ژوندیې دافغانستان دشریف خلکو دپاره وقف کړی ووچې عملآپه دی ډګرکې د افغانستان دشریفوخلکودستروهیلواوارمانونو دترسره کولوپه بهیرکې دخپل کلک هوډ اوټينګ دریځ په ملتیا سره  ځان یې په دی هیوادنی  لارکې شهید کړ. دسترشهیدارواح ښاد ډاکتر نجیب الله روح دی تل ښاد وي اودفردوس جنتونه دی ورپه برخه سي .

په درنښت

عزیزاحمد خوارمل

دبیلجیم هیواد دانتورپین ښار

 

صفحه نخست نشرات ویژه به مناسبت سیزدهمین سال شهادت دکتور نجیب الله

>>  صفحه اصلی پیام وطن  <<

 

E-mail:
payamewatan
@yahoo.com

phone:  +46-737608525