نشرات ویژه به مناسبت سیزدهمین سال شهادت دکتور نجیب الله

 

د افغانستان د پخوانى جمهور ريئس او د وطن ګوند رئيس د هيواد اتل شهيد دوکتور نجيب الله د شهادت ديارلسم تلین  په مناسبت د وطن ګوند غړو د انسجام د لنډ مهاله تشکیلاتو د خوست ولايتى شورا  پــــــــــــــــيــــــــغــــــــــام

١٣٧٥ لمريز کال د تلى پنځمه د ١٩٩٦ زيږديز کال د سپتمبر ٢٧مه نيټه د وطن د لارى د ستر اتل شهيد دوکتور نجيب اله د شهادت د سترى حماسى د ورځى سره برابره ده . دا ورځ زمونږ د ګران هيواد افغانستان په لارغونى تاريخ کى زمونږ د ولس پر وړاندى د بهرنيو دسيسو او توطيو د تکرار يوه بله غمجنه په وينو لړلى ورځ ده . په همدى ورځ کابل ښار ته د طالبانو په ننوتلو سره سم د  وحشت او بربريت په لاسونو په ډيره وحشيانه ، غير انسانى ، غير اسلامى او غير اخلاقى ډول د افغانستان پخوانى جمهور ريئس او د وطن ګوند مشر دوکتو رنجيب الله په شهادت ورساوه .

اناالله وانا ليه راجعون

نن ورځ افغانان د وطن د لارى د ستر اتل شهيد دوکتور نجيب الله د شهادت ديارلسمه کليزه د هيواد په د ننه او بهر کى پداسى شرايطوکى لمانځى چى کور سوځونکو جنګ جګړو خپل پراخ سيورى زمونږ پر هيواد غوړولى او هره ورځ په لس ګونو او سل ګونو بى ګناه افغانان د دى جګړى د اور په لمبو کى چى پر افغانانو تپل شوى ده سوځى جګړه کال تر بله او ورځ تر بلى زور اخلى اوس ددى ويره را منځته شوى چى د هيواد په کچه سوله او امنيت د جدي ګواښ سره مخ کړى . د هيواد په روانو ستونزمنو شرايطو کى د يوه سالم او ځواکمن ملى ليډر شيف ( ملى زعامت ) په نشتوالى کى لا هم زمونږ پر خلکو باندى د کړاونو او مصيبتونو لړۍ روانه ده که مخه يي ونه نيول شي نو ټول هيواد به د يوه ستر ناورين او ملى ناتار پر لور بوځى او مخه نيول به يي بيا اسان کار نه وي دا يو حقيقت دي چى شخص تاريخ نه شي ټاکلى او خلک دي چى تاريخ جوړوي ولى د شخص او اشخاصو د رول او تاثير څخه هم څوک انکار نشي کولاى که مونږ د هيواد تاريخ ته په ځير سره کتنه وکړو نو داشخاصو رول مشخص او ځانګړى ځاى لري نو ځکه د يويشتمى پيړى په اوسنى روان حالت کى د دوکتور نجيب الله نشتوالى د افغانستان په روانو حالاتو کى ډير سخت احساسيږي خو په ډيرى خواښينۍ او تاسف  سره چى د نړۍ نيواکګرو او د سيمى ارتجاعى ځواکونو نه غوښتل چى افغانستان دى  داسى يو ځواکمن شخصيت ولري چى بيلګه يي په اوسنيو شرايطو کى د اسيا په لوئي وچى کى نه تر سترګو کيږي نو په دى خاطر يي ،ځينى نړيوالو او ملى خاينو ځواکونو د پټو جاسوسي ، سړي وژونکو شبکو او کړيو د دسيسو پر بنسټ دوکتور نجيب الله په ډيرى بى رحمۍ په شهادت ورساوه او افغان ولس يي د داسى يوه ملى افغانى سياسي او علمى زعامت څخه محروم کړ چى اوس افغان ولس د دى اتل شهيد نشتوالى هره لحظه احساسوي نجيب الله د يوه پوه ، نوښتګر او لايق سياست مدار په توګه کولاى شول چى د افغانستان خلکو ته ډيرى لاسته راوړنى لرلى واى همدا وجه وه چى د نورو پلانونو په څنګ کى نجيب الله شهيد کړاى شو افغانستا ن او افغان ولس يي د ملى زعامت له تشى سره مخ کړ دا يواځى زمونږ نظر ندى بلکى وخت او زمان دا ثابته او وښودله چى د نجيب الله د نشتوالى په وجود  کى زمونږ پر هيواد څه راغلل څه ورباندى تير شول او څه ورباندى  تيريږى ؟؟؟

اوس ټوله نړى او انسانى ټولنى په زغرده اعترا ف کوى چى د هغى رول زمونږ د هيواد لپاره ډير بااهميته او با ارزښته تاثيرات درلودل  په راتلونکى کى به د وطن ټولو نويو نسلونو ته دا خبره څرګنده شي چى د دوى  د وطن  ستر او نوښتګر زعيم څنګه له ژوند نه محروم کړاى شو ؟

دا ټول ددى لپاره په کار اچول شوى  وو چى دوکتور نجيب الله هغه لومړنى زړور ، نوښتګر ، دراک او د خيل ولس په درد دردمن افغان لارښود وو چى د افغانستان د ملى غميزى څخه د افغان ولس د ژغورنى ، ولسواکۍ ، خپلواکۍ ، برابرۍ ، ملى وفاق او مدنى ټولنى ته د رسيدو په موخه يي د ملى روغى جوړى سياست چى په بشپړه توګه د افغان ولس له ارادو او هيلو څخه يي سر چينه اخيسته او د افغانى ټولنى په واقعتونو ولاړ دى نه يواځى د خپل ګوند او دولت د ستراتيژيکى او اوږد مهاله پاليسۍ په ټوګه بلکى د بيا رغاونى په اوږده پړاوو کى د ټولو افغانى ځواکونو د ګډ ملى سياست په توګه مطرح کړ  د خلکو په مينځ کى يي محبوبيت تر لاسه کړى وو او په راتلونکى کى يي کولاى شواى چى د افغانستان دخلکو مسلم او خوځنده مشر واوسيږي او خپل نقش د افغانستان د کشالى په حل کى په مثبته توګه ولوبوى لکه څنګه چى وويل شول هغه ځواکونه چى د افغانستان  د ملى ګټو سره يي ژوره دښمنى درلوده هغوى نه غوښتل چى نجيب الله ژوندى پاتى شي او د هغوى په سترګو کى اغزى وو .

نجيب الله د يوه پوه او سيال سياسى ليدر په صفت سره په سياسى کړو وړو ښه پوهيده او د افغانستان د لانجى د هوارى لپاره يي د هغى د سياسى لارى حل غوښت کوم چى زمونږ د وطن د ملى ګټو ساتل پکى مطرح وو مګر زمونږ په سيمه او نړى کى داسى هيوادونه وو چى نه يي غوښتل په افغانستان کى يو سالم باثباته او مستحکم دولت را منځ ته شي چى د افغانستان د خلکو د ملى خپلواکۍ او ملى ګټو تمثيل وکړي او يوه ملى افغاني واکمنى چى د قانون پر حاکميت ولاړه وي رامنځته شي  لدى کبله بايد په نجيب الله ګذار شوى واى او هغه يي له منځه وړى واى په ډيرى خواښينى او تاثف اوس چى افغانانو خپل مشر له لاسه ورکړى دى نو د افغانستان د ازادى اراى خلکو غوښتنه دا ده چى د هغى د ارمانونو د سرته رسولو په لار کى ټول افغانان درانه او اوچت ګامونه پورته کړي او خپلو انسانى هلو ځلو ته د يوه باثباته ولسواک ، هوسا ، او د سولى او امن څخه ډک ، خپلواک افغانستان د منځنه راوړو لپاره ځان وقف کړي دا به ستره ملى وجيبه وي چى پدى لور کى خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکړو .

 

د ستر ډاکتر نجيب الله ویاړجن شهادت یاد دی د تل لپاره ژوندې وي

 

 

صفحه نخست نشرات ویژه به مناسبت سیزدهمین سال شهادت دکتور نجیب الله

>>  صفحه اصلی پیام وطن  <<

 

E-mail:
payamewatan
@yahoo.com

phone:  +46-737608525