نشرات ویژه به مناسبت سیزدهمین سال شهادت دکتور نجیب الله

 

د کندهار ولایت دوطن دګونددانسجام دلنډ محالی شورا پیغام

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۶\۷\۱۳۸۸ کندهار

د روان کال دمیزان دمیاشتی پنځمه نیټه چی د عیسوی دوه زره نهم کال دسپتامبر د اوه ویشتمی نیټی سره سمون خوری٬ دهیواد دپخوانی جمهور رئیس او دوطن دګوند د   اجرائیه کمیټی رئیس ٬ دهیوادنی سولی  او ملی پخلاینی دلاری ستر اتل داکتر نجیب الله  دشهادت دیارلس کاله تیریږی.

دیارلس کاله دمخه دنړیوال٬ انسانی او اسلامی قوانینو پرخلاف دجهالت دتیارو استاځو داکترنجیب الله او دهغه زلمی ورور احمدزی په ډیر قساوت سره بي له کومی محکمی په شهادت ورسول ؛ انا لله و انا الیه راجعون.

دسولی او افغانی ورورولی شهید اتل دتلین نمانځنه موږ ته دهغه د لاری او آرمانونو (ملی مصالحی٬ سولی اوخپلمنځی ورورګلوی)   سره دبیا تړون او تعهد معنی لری او ددی تعهد دترسره کولو تر  ټولو مهمه وسیله زموږ دګوند٬ دوطن دګوند پیاوړ تیا ده  چی دګوند دعالی مجمعی دایریدل ددی لړی لمړنی خو ډیر مهم ګام دی. موږ یو واربیا  لوړه کوو چی په دی لارکی به تر وسه وسه مبارزه وکړو .

 دکندهار دولایت دوطن دګوند دانسجام لنډ مهاله شورا

 

صفحه نخست نشرات ویژه به مناسبت سیزدهمین سال شهادت دکتور نجیب الله

>>  صفحه اصلی پیام وطن  <<

 

E-mail:
payamewatan
@yahoo.com

phone:  +46-737608525