www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

تاریخ نشر:23.09.2007

 ذبيح الله خيبر
استرليا

د ډاکټر نجيب الله د شهادت د يولسمي کاليزي د لمانځلو په وياړ

راځئ چې د شهيد ډاکټر نجيب الله

د سولي او ملي پخلايني پر آرمانوباندي را ټول سو!

   موږ نن د افغانستان د پخواني مدبره  اووياړلی جمهور رئيس ډاکټرنجيب الله د نامردانه شهادت ديوولسمي کليزيپه درشل کې يو   . زموږ قدردانه ولس دغه ورځ دوطن د ټولو وطنپاله شهيدانو او غازيانود شهادت او کارنامو سره يوځای  ددې لوړ او وطنپاله شخصیت و انساني او افغاني ايډيالونو ته دزړه د کومي او په حقه اوراستي سره درناوی کوي  او دغه دوطن شجاع او نادره سياستپوه ته دارادت سرونه ټيټوي .  ډاکټر نجيب الله  زموږ د افغاني ټولني د مترقي او ولسي نهضت  وياړولی لاروی وو، د افغان ولس د مېړاني او سرښندني ريښتنی سمبول او د افغاني ټولني د ملي غرور    شمله داره بچي وو.  رموږ د هيواد په دې روان غملړلی حالت کې د هري ورځي په تېرېدو سره ډاکټر نجيب الله وتلی شخصيت او دهغه ملي، مترقي او وطنپاله سياست د خلګو په زړو کې ژوره  لاره او لويه معنا پيدا کوي ،  دهغه وتلی شخصیت  د يوه ملي اسطورې په حيث  د خلکو په زړو کې  متجلي کيږي .

    د ډاکټر نجيب الله و لوړ ملي او بين الافغاني شخصيت ته درناوی دهغه عالي افغاني کرکټر او دهغه په انساني، افغاني او وطني د ملي مصالحې د سياست په مفاداتو کې تبارز کوي . نن چې ددغه ستر انسان و عالي شخصیت او د خلکو سره دميني واحساس ته درناوی او دهغه  د نامردانه او ناانساني شهادت  د يادوني غندنه کيږي نو داغندنه يواځي د پيغامو په تبادلې سره نه تر سره کيږي  . نن دلته په افغاني مړاني سره  يوځل ټوله افغاني روشنفکره کړۍ په خپلو کې  د سياست بازی فريب کارانه دود يوې خواته پرېږدي، هغوی پخپلو کې د ددې فرکسيون اويا هغه فرکسيون د را پورته کولو،ځپلو، وهلو او را چپه کولو او يا پړسولو خبري اې خواته پرېږدي، نن ټول په افغاني اووطني سپينو او  لوڅوخبروکې د يوه اوبل مخي ته ودرېږي او دخپل وجدان په حکم دغه محاسبه  تر سره کوي چې دغه لمانځنه څومره بايد د تيرو  تر خو اوناسپاسه کړووړو څخه  دسبق اخيستلو د يوې پراخي عرصې  يادونه وي .  نن خو بې له هغه هم خبره غړکه ده نو افغانانو ته به ښائې دغه خبره تر هر وخت زياته روښانه سوې وي هغوی چې  خپل حزبي،  فرکسيوني، تنظيمي، سمتي، ژبني او قومي تمايلات او کتابي خبري  او د سياست بازۍ په روحيه خبري يوې خواته پرې ايښي وي  ، وطني خبري کوي او و هغو ته  واحد سوک ګرځي چې لا اوس هم غواړي د پردو په ډيکټه د ورځي په نرخ  په خپلو اراجيفو باندي  خپل د سياست تبنګ و غوړوي او يا فکر وکړي چې ګني کېدای سي په داسي ملي ضد بازيو کې ځانته ، نهضت ته ا و ولس ته   د فريب لاره غوړه ولای سي . 

   راځی چې نن په رشتيا موږ ټوله  ځان او هم  خپل پروني ملګرو او په وينو لژنده ولس سره  دسياست خوا پرېږدو . هغه سياست پرېږدو چې هغه مو نه د خپل دښمن په مقابل کې بلکه هغه مو د خپل افغان ورور په مقابل کې او ديوې لاري د ملګرو په مقابل کې د خپل انساني مکتب په مقابل کې حتی د خپل ولس د بيکرانه رنځو په مقابل کې وکاراوه  اودکاذب قدرت  داخيستلو او يا ساتلو په خاطرمو دا وطن واخيست په کنډواله واړاوه . راځی چې موږ نه په خپلو کې ، بلکه د خپلو هغو بهرنيو دښمنانو سره سياست وکړو، دهغو سره ډغري ووهو چې موږ ته يې شوم اهداف درلودله او اوس یې هم لري او ان داچې هغه لا  پټوي  هم نه . راځی چې په خپلو کې په افغاني روحيه د يکرنګی خبري وکړو نه د چم او پورچمی خبري !.  موږ که دغه يا هغه پرونی حزبي ملګری و بهرنیانو ته را چپه کوو تر څوپه راتلونکې کې و خپل ځانته لاره هواره کړو، نوپه خپلو کې خو دداشاني  سياست پاېله دغه ګوند او زموږ ولس وليده او هغه بد شګونه  ورځ  چې نن ئې ټوله په غبرګو سترګو ويني هغه ئې هم و آزمويله   . دې سياست چې په لومړي پړاو کې د يوه حريف د وهلو او دبل  نازولي دحاکمولو کارنامه وه اوس خو ئې داده ودې اوسني حالت ته  ځان را ورساوه . ناټوئې ځواکونه او دسي آی اې دولتي او مافيايی اداره ئې  درته حاکمه کړه .  هغه تورمخي نازولي چې په هر قيمت چې وو   پر قدرت باندي ئې د ځان حاکميت غوښت خو نن ئې  هم ځان د خاورو خاکه کړ او هم ئې خپل ملګري مختوره کړ  .دلته خو اوس بيا داده  د پردو په ډيکټه  ددې يا هغه لاسپوڅي افغانستاني د ځان غوښتنو هنګامې راپورته کيږي او د لږکيانوپه رياکارانه نامه  سره ،هغوی   دغه باصفا او بېګنا وړونه ولسونه يو  دبل پرضد باندي چې قطعاً دهغوی غوښتنه نده، راپاروي ي او استعمالوي ئې . هغه ناوطنه کړۍ اوس هم داسي تلاښ کوي چې دوطن بنيادي ګټي هيري  کړي  خو د ولسواليو ګټي غټي وښئي   .مګر دا څه رنګه وطنپرستي ده ؟ دا څه رنګه بشر دوستي ده ؟ تاسو چې دا ټولنه د پښتون او تاجکه سره، د شيعه او سني سره، د شمال او جنوبه سره د مترقي او اخوانه سره   يو دبل سره ښکر په ښکر کړه نو تاسو څرنګه ځان ته افغانان واياست،  تاسوڅرنګه  ځانته وطن پرستان او  بشر دوستان واياست ؟؟

   ها ای پروني ګونديانو! ها ای پرچميانو اوپه پرچم کې بيا بدنامه د فرکسینو لنډه غرانو! ها ای رنګارنګه د متحدي جبهي بدنامه جنایت کارانو!  تر دې بل ملي ضد سياست کوم دی ؟ نن تر دې بل انساني ضد او اخلاقي ضد سياست به څوک چيري  پېژني؟  څوک او کوم مترقي او مذهبي مکتب  به وهغه ته بيا بشر دوستانه او وطنپرستانه شجرې جوړوي ؟ ،تر دغه بل عوامفريبانه سياست بل چا پېژندلی دی ؟ تاسو څه خېل بيا دا ولس پر ځان باندي را ټولول غواړی ؟

   زموږ د وطن د مترقي نهضت مخکښانو ته به ښايې نن تر هر وخت دا خبره روښانه سوې وي  چې که داسي تلاښ وسي چې دوطن حادي لانجې دي يوې خواته پرېښودل سي او پروني دغه يا هغه په اصطلاح لارښود دي دقبره را وايستل سي او يا داچې نن چې زموږ  د هيواد سرنوشت د نړۍ والو لانجو په سر کې پروت دی ،دغه يا هغه ننۍ لانجمن شخصيتونه دي دبابای وطن په څېر د ژوندي مړو په شکل پر دې يا هغه باندي و منل سي نو دا خو پرون زموږ دوطن مشکل را حل نکړ او په داسي دوه مخی  سره به يې نن  هم  را حل نکړي . نو ددې پای به څه کيږي ؟

   راځي چې په خپلو کې نور  دسياست کولو د سياست نه لاس واخلو دالاره یوځل ترکستان ته ولاړه  او ددې باد به  هم و ګورستان ته ځي او ډېر سپين مخي  به لا نور هم تورمخي کوي  !

   دا ولس نور نسي کېدلای د نبي عظيمي پر ميتوډ باندي په اصطلاح پشت نخود سياه پسې روان سي او پر ژبه ، کلتور او تاريخ باندي يې د ترقي په نامه ريشخند ووهل سي . دلته ملي خبري پرتې دي پر هغه باندي بايد ملي شخصيتونه د وطن د ګټو او مصالحو په چوکاټ کې و هغه ته ځواب ووايي . پردې مسايلو باندي خبري  تر هري ايډيالوژۍ، تر هر مکتب تر هر اصول او د هر دژ شکست ناپذير ګاونډيانو د خيال او ګټو تر ساتلو مهمي او زموږ وخلکو ته  د قرآن ټکي دی  و هغه ته بايدزموږ د خپل وطن د ښېګڼو په خاطر اولويت ورکول سي او هر څوک چې ځان را مخته کوي نو هغه جداً  بايد مد نظر و نيسي  . دغه څه پرون هم  د افغانستان د خلکو د رنج های بيکران په خاطر، تر ښه شعارو لاندي مطرح وه، نن هم دي او سبا به هم وي . پردې باندي که څوک دايران د استعماري او لويي غوښتني د ايډيالو و لوري ته لوری ورکوي او سرونه رته ټيټوي او د هغه په خدمت کې د خپل وطن ښېګڼي تباه کوي . که د روسانو ګټي تر خپلو ګټو لوړي بولي او که بل هر څه وي . دلته خو دهر مکتب ، د هردين او مذهب ښېګڼه بايد زموږ دوطن په وحدت او دهغه په سوله ائزه  ژوند ي آرمانو کې پراته وي ، تردې اضافي خبري ټولي چرند او افغاني ضد خبري دي چې زموږ ولس  ته ملي صبغه نلري  !

   ډاکټر نجيب الله دهمدې پروسې دبلاربي کېدو  څخه تشويش درلود اود هغه اجيرو اوناسپاسه کړیو نه چې  لا په هغه وخت کې ئې  دګوند په لوړوپوړو او ان د خاد په بنيادي ځايو کې يې د کلینره، موټروانه څخه را نيولې بيا د خاد تر مرستياله پوري   ځای نيولی وو ، او و داسي ملي ضد کړو ته ئې لمن وهل ، هغه شهيد په ډاګه ورته ويلي وه چې دې خرمن ته که څوک اور اچوي نو خپل ځان به هم ضرور پکښې سوځوي .

    داملي کښتۍ په عوامفريبي سره، په دسيسه سازي سره، په نامردۍ سره، د پردو په ډيکټو د پردو دګټو دپاره  پر مخ  نه ولاړه ددې پسته هم نه ځي . هغوی چې ځانته دوکه ورکوي نو داسي فکر دي نه کوي چې نور هم دوکه خوري . ددې دومره سايټو د را ايستلو پر ځای، ددې دومره ملي ضد خپرونو او فتنه ګريو  پر ځای، ددې دومره دوه مخۍ او نامرديو پرځای ، پرځای داده چې ددې فتنې سرغنه او محرکين بايد دا ولس د سره وپېژني، دا وطن بايد د سره درک سي، ددې وطن بيکرانه غمونه بايد دسره را وسپړل سي. دغه بيکرانه غمونه زموږ داکثريت ولس غمونه دي دغه اکثريت ولس چې نن تر بمباريو لاندي دی  .

   راځی چې پروني جنجالي، نامرده او جفا کاره څهرې چې دا نهضت يې ټوټه ټوټه کړ هغوی دملي ګټو په خاطر يوې خواته پرېږدو. هيڅوک تر وطن لوړ ندی . پرېږدۍ پر هر ګوندي، جهادي او ملي شخصيت باندي تاريخ قضاوت وکړي موږ ولي اوسنۍ ملي دندي دهغوی په خاطر شا ته پرېږدو ؟

   نن ټوله سايټونه، ټوله فرکسينونه، ټوله ګوندونه، ټوله جنګي او ناجنګي ډلي، ټول تيوريسنان او ملي خلک په لومړي سر کې  که و ځانته افغانان ووائې، ددې وطن بچيان وايی او ټوله هغه څه چې زده يې دي او په پوهيږي نو هغه په لومړي سرکې ددې وطن  د پاره ودې ولس ته دخدمت دپاره په کار و ګماري   هغه دي په يوې ولسوالۍ کې نه متمرکزوي ، ځان دي د شپيشتو پر درخته نه کښېنوي، سمدستي دي د پاچاهۍ خوبونه نه ويني او د دامادۍ اکټونه دي نه کوي . چار اطرافه دي وګوري او دې واقعيت ته دي تن ورکړي چې دا دافغانانو ګډ کوردی. داسي دستي دي د وېش خوبونه نه ورته ويني . دلته لا ددې وطن زامن نه دي تباه سوې ؟

   دا خبري که پرچا بده لګيږي نو زه معذرت غواړم دا ځکه چې  دوضعي څخه زما برداشت همداسي  دی، ښايی چې سمه به نه وي خو هغوی چې سمه زده وي نو دافغان په نامه او ددې وطن دهوسايني په خاطر دي هغه رامخته کړي او  وهغه ته دي عملي جنبه ورکړي .

   هرڅومره چې دلته او هلته د ډاکټر نجيب الله دسولي او دهغه دملي مصالحې په کړنلاره کې خاشې ماتيږي او يا د خپلو ځغاستو تړاو ددې پاليسۍ سره شلوي ، هرڅوک  چې و دغه روانو فتنو ته ايډيالوژيکه بڼه ورکوي نو په لوی لاس ځان   زموږ د وطن د ملي سياست  او افغاني لوري څخه ليري کوی او موږ  ته په خيالي نړۍ کې  خوب  را باندي ويني .

   ډاکټر نجيب الله ځان افغان او دا وطن ئې هم دافغانانو ګډ وطن ګاڼه سر ئې پر ورکړ خو هغو چې دا وطن  ئې وافغانستانيانو ته او بيا يې خراسانيانو او تاجکستانيانو او ايرانيانو ته غوښت نو دهغو څخه ئې په نره لاره جلا کړه او د پښتو او افغانيت په نامه ورسره ودرېد او کړنلاره ئې په لغته  ور ووهله . شوروی ئې هم په لغته وواهه او هر څه چې وو خپل ولس ته ئې مخ   واړاوه !

 د نجيب سترتوب په همدې مړانه کې  بايدڅوک  وويني .

   نن افغاني مترقي او ملي عناصرو ته په کار ده چې په واقعبينۍ سره د وطن روانو حالاتو ته وګوري، په خپلو کې دلانجو وريښو ته هم ښه ځيرسي او دغه تريخ حقيقت ته دي هم غاړه کښيږدي چې نن  نور هغوی د حاکميت په دوران کې ندي چې هر څه ئې زړه غوښت نو بس امر ونهي  ورکړي، ددې يا هغه د خوښۍ يا نا خوښۍ  دپاره دي و يوه اوبل ته ايډيالوژيکي نسخې او نقل قولونه جورکړي . نن بس بايد پر يوه شي بايد سلا سي چې هغه زموږ د ګډ وطن  ساتل او زموږ دافغاني هويت  څخه دفاع ده . ددغه بنيادي خبروپه چوکاټ کې بايد چې يوځل بيا د ډاکټر نجيب الله د ملي سولي پر تګلاري غور وسي او دهغه پر حماسي شخصيت باندي راټول سي . دپخواني ګوند مخالفين  که د ډاکټر نجيب الله په شخصيت کې دغسي ګډ دتفاهم ټکي پيدانکړی چې د ننۍ ورځي و غوښتونو او پوښتنو ته ځواب ووائې ، نو د نورو بدنامه فرکسيونو اود پخواني ګوند دهر بل لارښود په شخصيت کې داسي څه هيڅکله هم نشي پيداکولای چې دا وطن او نهضت دي ور باندي راټول سي  . موږ کتابي خبري ډيري وکړې، موږ د پرديو دوستانو ډيکټې ډيري واورېدلې او بهرني دوستان مو هم و ازمويل موږ ته هيڅوک دوست و نه ګرځېد او ددښمنۍ وروستۍ خنجر يې لا دادی اوس هم زموږ په زړه کې کارکوي . هغوی دا نهضت په خپلو کې  لومړي دوې ټوټې کړ خو اوس يې دادی تکه تکه کړ . دغه دپرون پر لاره پل ايښودل او په پرونيو ناکامه او دسیسه بازه شخصیتو پسې رهي کيدل يا دهغوی شخصیت تر ملي مصالحو او وطن لوړ ګڼل دا لاره و ترکستان ته ولاړه . نن داګوند هغه پخوانۍ ګوند ندی پاتي ، نن دا ټولنه هماغه بيده ټولنه نده،  زموږ ګاونډيان هم هماغه پروني ګاونډيان ندي کوم چې ددوستۍ پوړنی ئې پر مخ غوړولی وو، اونه هم دهغوی  ددوستۍ اندازه پر پرونيو معياروباندي سنجول کېدلای سي  . موږ چې ددې وطن په نامه خبري کوو نو  دا خبري  بايد وطني خبري وي، افغاني خبري وي او د همدې وطن د مصالحو په نامه  خبري وي  ددې نه بغير د بل شاني خبرو ګنجايش بايد اصلاً وي نه !

 ډاکټر نجيب الله دغه د سولي او ملي پخلايني دلاري لوی شهيد او ستر سالار
خاطره او دهغه سترې کارنامې دي تل ځلانده او ابدي  وي .

په در ناوی

 

 

   بازگشت به صفحۀ اصلی