www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

تاریخ نشر:12.09.2007

نجیب الله شفقیار

دشهید نجیب الله دتلین د۱۱ کال  په مناسبت :

                              دوطن په لارکی د سورکفن شهید  نجیب الله دتلین په یاد

    دافغانستان دمعاصرتاریخ دنومیالی ملی  اتل شهید ډاکترنجیب الله اودهغه ورور شهید احمدزی  دشهادت اوویرجن تلین دیوولسم کال له امله ، دهغواونوروپه وطن مینو سرتیرو  تللوبچیانوپه یاد، دهغه درنی کورنی ، ملګرو ، دوطن ګوند ټولووفادارو غړو اوافغان ولس ته تسلیت اود خواشینی مراتب څرګندووم . دهغوسورکفنو روح ته درناوی  اودعاکوم !

     دوطن دنجیب بچی شهادت یادکه له یوی خوادخواشینی سبب دی ، له بل اړخه دډاکټر نجیب الله  شهادت دتاریخ  په ډیرستونزمن پړاوکی دافغانی میړانی ، وطن پالنی ، سرښندنی  اوخلکوته دژمنوپه لارکی دوفاداری دستراوهسک حماسی روح دسمبول په توګه دهغه دټولوخواخوږولپاره دویاړنی او پاسلیینی وړدی . 

    شهید نجیب الله  ــ دخپلوځنونوروهم لارو ملګرو خلاف ــ په هسکه غاړه ، دخط ترپایه دخپل سپیڅلی  مرام په لارکی ، په میړنی  اوافغانی تکل اوارادی سره د تاریخ دډیروتورمخو دښمنانو سره خپله دښمنی ثابته کړه او دشرافت ، ایمانداری ، صداقت اووطن پالنی په سمبول تبدیل شو . همدااوس دشهید اکبرمقبره چی د خپل کلی  په حضیره کی ځای لری ، پر مزار یی د مرادونو بیرغ رپیږی اوزاړه اوواړه یی زیارت کوی .

   دشهید نجیب الله کورنی اوبهرنی دښمنان که په مرګ ووکه په ژوند دتاریخ په وړاندی داسی تورمخی اوسرکوزی شول چی ترڅوداځمکه اوآسمان وی دطالبانوپه لست کی به یی سرښکته ترګریوان وی . که دده پرضد کوده تاچیان وو که  طالب نومی قاتلان وو ،دتاریخ په زندان کی ترابده دانسانیت پرضد دجنایت په تورمحکوم دی .

   نجیب الله دهغوکسانوله خوامحصوراودمنصورپه شان سرپه دارشوچی دسالم عقل خاوند هیڅ انسان یی پلوی اوننګه نشی کولی . د میړانی اوافغانیت سولی اوصداقت دښمنانو له خوازندانی اودبشریت او انسانیت ددښمنانو له خواشهید کړی شو.

روح یی ښاد اویاد دی تلپاتی وی !

 ویاړاوابدی درناوی دی دوطن دګټودساتونکواوسرپه دارووطنپالوانسانانوپه برخه وی !

دعااودرود دوطن د نیکمرغی دلاری دشهیدانو په روح !

 

   بازگشت به صفحۀ اصلی