www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

تاریخ نشر:27.09.2007

د دی مقالې دري متن دمخه د شهید ډاکتر نجیب الله د شهادت د نهم تلین په مناسبت په هغه مجله کې چې دهند په ډیلي ښار کې چاپ شوې وه، د سریزې پر ځای خپور شوې دی.  موږ  یې د منځپانګې په نظر کې لرلو سره د وطن پیغام په ویب سایټ کې خپرول په ځای وګڼل.  دري متن به یې هم له ټائپ څخه ورسته ډیر ژر نشر شي.

په درناوي
د وطن پیغام د ویب سايټ اداره

 

بسم الله الرحمن الرحیم
 

د شهید ډاکتر نجیب الله د معنوي میراث درناوې کوو.

 د سپتامبر ۲۷ د تلي د میاشتې له پنځمې نیټې سره سمون لري، چې د افغانستان د ستر شخصیت شهید ډاکتر نجیب الله د افغانستان د پخواني جمهور رئیس او د وطن ګوند رئیس د شهادت ورځ ده، هغوې چې خپل ژوند او هڅه و هاند یې د وطن د مخته تګ او خلکو د سوکالي لپاره بلهاري کړ.

موږ په پرله پسې توګه زیار ایستلې دی چې د شهید ډاکتر نجیب الله تاریخي ویناوی او لیکونه، د وطن ګوند د بنسټ ایښوونکې کنکرې یو شمیر لاسوندونه، همدارنګه د هغه د ژوند او مبارزې په هکله، د وطن ګوند او د افغانستان د جمهوري دولت د وطنپالونکو زیار او کارندتیا په هکله، په ځانګړې توګه د ۱۳۷۱ ل کال د وري د میاشتې د پیښو او د هغو د غمجنو پایلوړونو (پیامدونو) په هکله مقالې او لیکنې چاپ ته وسپارو.

دموږ ددی نشراتو موخه د هغه لوړپوړي شهید د شهادت د تلین درناوې، د وطن ګوند د فکري سیاسي بنسټونو (د ملي روغې جوړې سیاست) توضیح، د وطن ګوند د غړو او ټولو وطندوستانو روښانه کول دی.

د ملي روغې جوړې سیاست چې د هغه څه برخه د افغانستان اوسني واکمنانو پرته لدی چې د ملي روغې جوړې نوم ورباندې کیږدي ترلاس لاندې نیولي دي.  تر دی چې د افغانانو د منځګړي کنفرانس میکانیزم چې د قوتونو د یوه لوی ائتلاف د پیل په څیر، د افغانستان د جمهوریت او وطن ګوند په لاسوندونو کې وطنوالو، نړیوالو ټولنو او په ځانګړی توګه ملګروملتو ته وړاندیز شوي وو او د وطن ګوند د استازیتوب څخه پرته په بُن کې راوبلل شو او له هغه راوروسته کړنې لکه د لویی جرګې رابلل، جمهوري ریاست ته د انتخاباتو سرته رسول، د اساسي قانون تصویبول، اوسنې پارلماني ټولټاکنې او...  دهماغه ملي او وطني سیاست یوه برخه وه چې اوس د یو شمیر جوړښتونو د بحث سکالو (موضوع) ګرځیدلې ده.

د ملي روغې جوړې ګڼ شمیر پروني مخالفین چې په اوسنۍ واکمني کې ګډون لري او يا ورسره تړلي دي، نه یوازې دا چې د همدې سیاست آرونه (اصول) او موخې یې منلې دي، بلکې د هغو د سرته رسولو لپاره (له ټولو هغو ناخوالو سره چې د دوی په منځ کې شته) یا هم د خپلو لنډمهاله سازماني ګټو او یا هم د نورو نړیوالو او ملي کتنو تر اغیز لاندې په هوښیارتیا کار کوي.  په خواشینۍ سره چې د وطن یواځینې، یوموټې او ټولیز ملي ګوند د روښانه نغوتو (دلیلونو) او یو شمیر پیژندل شوې کسانو په پارونه ندې توانیدلې چې په ګډه د شهید ډاکتر نجیب الله د معنوي میراث کوم چې باید د دی وسې شي چې د وطن ګوند د غړو او ټولو وطنپالونکو د فکري غوټون په مرکز تبدیل کړای شي شاته روان شي او دولس کلنې پاشلتیا او ټوټې کیدنې د وطن ګوند په دننه کې د کیڼ او ښۍ بنسټ پالنې اندونو د منځ ته راتګ لاره  د لا زیاتو بیلوالو ستوغه رامنځ ته کړې دی.

د مسئالې طرحه په یادشوي میکانیزم کې د وطن ګوند د استازیتوب د ونډې اخیستنې یا نشتوالی په هکله نه ده، بلکې د پروني یو شمیر مخالفینو او د ملي روغې جوړې د سیاست د یو شمیر پروني منونکو! اندونه، بنسټیزه مسئله جوړوي.  هغوی په خپلو لیکنو کې، په هوښیارۍ او یا بې خبرۍ کې، داسې ښیئ چې:

- ملي روغه جوړه له تنظیمونو او هغو سازمانونو سره چې د افغانستان د جمهوريت مخالفې وسله والې ډلې یې رهبري کولې، د کمپرومایز سیاست وو یا په ځانګړې ډول له وسله والو مخالفو قوماندانانو سره د کمپرومایز لپاره طرحه شوې وو او ددی سیاست یواځنې موخه له افغانستان څخه دشوروي قوتونو ایستل، د جګړې بندول او سولې بسیا کول وو.

- ملي روغې جوړې په هماغه مهال د غوټۍ د پرانیستلو لپاره نوې دندې رامنځ ته کړي، د حالاتو د اوښتون سره او د هغو دندو چې سرته رسیدلي! یا د سرته رسیدلو په درشل کې دي، هغوې التزاماً د سیاستونو بدلون ته بلنې ورکوي.  یو شمیر خو پَل تر دې هم اوږدوي او ددی سلا په لیکلو سره چې (د وطن ګوند منلې شوې موخې او دندې د ۱۳۷۱ ل کال د وري د میاشتې د وینلوبې په سرته رسیدو سره یو تیره شوې تاریخي ښکارنده پدیده ده)، او د پروني پریښوول شویو او نویو! فکري بنسټونو په خپلولو د نوی جوړښتونو د ژوندی کولو سپارښتنه کوي.
 

وطن ګوند ولې نوې موخې د ځان لپاره خوښې کړی؟

د وطن ګوند د بنسټ ایښوونکې کنګرې لاسوندونو، د ګوند د تیروتنو، بیلوالې او بیلارې کیدو لاملونه په لاندې ډول فورمولبندي او غورچاڼ کړي دي:

له افغاني ټولنې څخه د پوره پیژندګلوۍ نشتوالې، د ټولنې له وضعې څخه پیکه او کمزورې پوهه او په ټولنیزو بدلونونو کې د تدریج د توکې کمه ارزونه، د ټولنې او نړیوالې وضعې څخه نیمګړې پوهه، د ټولنې عیني او تاریخي واقعیتونه په نظر کې نه نیول، د ګوند د سیاسي رول د مسئلې او د هغه اړیکه د ټولنې له غوښتنو سره په ناسمه توګه وړاندې کول، د ټول اندونو (عامه تفکر) او افغاني نشنلزم کمه ارزونه، د سیاسي پخوالي ټیټه کچه، له ټولنیزو واقعیتونو سره په چلند کې د سخت دریځ والې کږوُن او له هغو څخه په شلولو د ټولنیزې اقتصادي ودی له طبیعي پړاونو څخه د خیز کږون لرل، د نورو هیوادونو او ګوندونو د ایدیالوژیکو مبارزو او تاریخ په هکله قرینه سازي، د پردیو تیوریکو حکمونو وچ کلک پیاده کولو هلې ځلې او...

ګوند له پنځه ويشت کلنې کارندتیا وروسته چې له هغې څخه یې دولس کاله په واکمنۍ کې وو د خپل هاند و هڅې او کار وهلې لار په یوه ریښتین لید بیا کتنه سره وارزوله، نوې موخې یې وروسته له هغې چې په لومړنې ګوندې سازما نونو کې چې پکې تر یو سل او اویا زره زیاتو ګوندیانو برخه واخیسته ورباندې هر اړخیز بحثونه سرته ورسیدل او د ګوند نوی او ملیکونو ته یې رائه ورکړه او په پای کې د وطن ګوند په بنسټ ایښوونکې کنګره کې ټولو ګډون کوونکو په هغه پریکړه وکړه، د خپل ځان لپاره وټاکلې.
 

د وطن ګوند موخې څه وی؟

د ګوند و ملي ټولیزو موخو اصلی بیلګه له جګړې څخه سولې ته تیریدل او بیا رغول وښوول شوه او د وطن ګوند د مرامنامې وتې ځانګړنه د افغاني ټولنې له واقعیتونو څخه لري، پردی او کلیشه یي موډلونو له حکمو څخه پریکیدل وښوول شوه.

د وطن ګوند طرحه شوې موخې له ملي ګټو، د اسلام د سپیڅلي دين له حکمونو او دموږ د خلکو له ویاړلي دودونو سره پوره اړخ لګاوو.  له همدې کبله د ګوند د الواکونو (نظریو) سیستم د ملي روغې جوړې سیاست په هکله تر هرڅه د مخه په ملي هیوادپال اند، مذهبي عقایدو او د افغانستان د خلکو په دودونو او رواجونو ډډه لګوله.

ددی دندو په کلي خطوطو کې چې د وطن ګوند په مرامنامه کې ځای لري او د شهید ډاکتر نجیب الله په بیانیو کې په څو، څو ځله ورته اشاره شوې ده داسې لولو:

      - د ملي روغې جوړې موخه یواځې د جګړې په بندولو پورې محدوده نده، بلکې دا یوه پوره استراتژیکه طرحه ده چې په سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او اسلامي ډګرونو کې دموږ د ملي ژوند بیرته سمبالونې ته متوجه ده.  دا سیاست داسې بنیادونه منځ ته راوړې او جوړوی چې د ورور وژنې جګړه بنده شي او ملي یووالې بسیا کړي. (۱)

      - د روغې جوړې له موخو څخه یوه هم د افغانانو او هغو ډلو او سازمانونو تر منځ پوهاوي ته د رسیدو له لاری چې په خواشینۍ سره د هغوی یو شمیر تر اوسه پورې په وسله واله مخامختیا او بدۍ کې تیروي د جګړې د بټۍ سړول دي. (۲)

      - دموږ د ګوند نوې اند د طبیعي تاریخي ودی د حکم په بنسټ نه دا چې له هغه څخه بیلارې شي تکیه لري.  هغه دنده چې له اقتصادي پلوه دموږ په مخ کې پرته ده، دا ده چې څرنګه وکولای شو په هیواد کې د مختلفو پانګو د راجلبولو لپاره یو اغیزمن اقتصادي میکانیزم منځ ته راوړو تر څو د بیا ګړندي اقتصادي او ټولنیزې ودی منځ ته راوړلو په لور ګټوره کارندتیا ولري.  دغه دنده د بازار د پراختیا او اقتصادي آزادو تشبثاتو له لارې سرته رسولای شو.  موږ په رغنده اعلانوو چې د یوې مډرنې، پرمختللې او د ټولنیزو ښیګڼو د کچې لرونکې ټولنې د جوړیدو په لور د ګړندی اقتصادی ټولنیزی ودی پلویان یو. دا لرلید دموږ په مخ کې اوچتې او ځیرکې دندې ږدي.  د خصوصي پانګې د رول پیاوړتیا او د اقتصادي کارندتیا د اغیزمنتیا جګوالی، د لازیاتو خارجي پانګو او مرستو جلبول، دموږ د جګړی ځپلې اقتصاد بیا ودانول، په هیواد کې د موجودو هرډول پانګو څخه په زړه پورې زیاته ګټه اخیستنه، دا هغه دندې دي چې دموږ هیواد په اوسني مهال کې باید هغه ترسره کړي او ددی دندو سرته رسول یو ځانګړی او اوږد پېر نیسي. (۳)

      - پدې اوملیک کې (د وطن ګوند د مرامنامې طرحه) د هیواد بیا ودانولو ته د هغو زراعتي تاسیساتو، د اوبو لګولو سیستمونو او صنعتې تاسیساتو بیا رغونې له لارې چې د جګړې په پایله کې خراب شوې دی خاصه پاملرنه شوې ده.  نوې طرحه په فرهنګي ډګر کې په ټولیزه خبرتیا چې د جګړې د بندولو او د سولې بسیا کولو ته معطوفه ده او په دا وروستیو کلونو کې یې بڼه پیدا  کړی ده، تکیه کوي. (۴)

      - دا سیاست د ټولنیز ژوند ټولې خواوی یعنې اقتصادي، فرهنګي، نظامي جوړښت او نوې دولتداری هستول رانغاړي.  د روغې جوړې له ښو اړخونو څخه یو د ملي اقتصاد وده، خصوصي متشبیثینو، د توکیو تولیدونکو ته پاملرنه، د اوبو اوځمکې د قانونو ښه کول، د لاسي صنائعو او پیشه ورۍ تولیداتو ښیرازه کول او د بازار دسیستم وده ده. (۵)

      - دموږ د ګوند نوي رغونه په زغرده دا حقیقت راپه ګوته کوي چې د هغه د ماهئیت د بیان لپاره د کیڼ او ښۍ مفاهیم نشي کیدی مناست وي.  دموږ ګوند د یوه داسې سیاسي دریځ درلودونکې دی چې د افغانستان ټولو وطندوستانو او سوله خوښونکو، دموکراتو، عدالت خوښوونکو او مترقي عناصرو لپاره د ګډې مبارزی ډګر پرانیزي.  د موږ ګوند له هر ډول افراط او تفریط څخه لری دي. (۶)

د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند په موخو کې د بدلون د علتونو او نویو موخو د منځپانګې   چې د هغو سرته رسیده یو ځانګړی او اوږد پیر نیسي په نظر کې لرلو سره، آیا کیدی شي داسې ادعا وشي چې پورته طرحه شوې دندې د سرته رسیدو په درشل کې وی، او یا د څلویښت کالو مخکینې پرې ایښې شویو موخو ته چې وخت د هغو ناسموالې زبات کړ د شاته تګ ریښتینوالي توصیه شي؟  او یا کیدې شي دا ومنل شي چې بعضې کسانو چې هر سیوري یې د حقیقت په ځای منلې، د افغانستان د جمهوریت او وطن ګوند غونډې لاسته راوړنې نه مني او په سر ابونو پسې سرګردان دي، په نوي تاریخي کشفیاتو برلاسي موندلې وي؟

د وطن ګوند مرامي موخې او دندې نشي کیدې لدی کبله چې: ګوند په حاکمیت کې نه دی، یا د چا د وئیلو سره په سیاست کې د افغاني ښکیلو قوتونو تر منځ د ګولونو تغیر رامنځ ته شوی دی، یا د جګړې لانجه د بهرنې لامل د رغنده لاسوهنې تر فشار لاندې په نسبي ډول حل شوی ده او په پای کې د افغانستان د کشالی بهرنې لامل د ایساف، ناټو او د امریکې د متحده ایالاتو د قوتونو له راتګ سره په ځانګړی ډول رامنځ ته شوی دی، سرته رسیدلی وګنلې شي.

همدا اوس اوس هغو سازمانو، جزیرو او جوړښتونو چې له وطن ګوند څخه یې خپلو لاره بیله کړی ده، پخپله لاسوندونو کې عمومي موخې د وطن ګوند د مرامنامې په پورته فورمولبندي شوي چوکاټ کې، د کلمو په بدلون او د مدني ټولنې د جوړښت او دموکراسۍ په منلو تر ضرورت!!  زیاته تکیه کولو سره، وړاندې کړي دي.  دا چې هغوی د ګوندي مشرتوب د یوه مرکزیت د نشتوالي له کبله د وطن ګوند له لیکو څخه ځان پنډونه او سربازګیري کوي، او یا دا چې له هغوی څخه ځیني کسان د موخو په تعین کې یا د الواکو په بیان کې ښي او کیڼ سخت دریځ توب ته کږون پیدا کړی دی، له نورو نغوتو (دلیلونو) سره یې جوته نغوته د هغو تیروتنو په لاملونو کې چې پورته لیکل شوی دی او ګوند د ملي روغې جوړې د سیاست په خپلولو هغه په رغنده ښکاره او د هغو د سمون لپاره یې هڅه وکړه، په لټولو کې وموندل شي.

د وطن ګوند د یوه ځانګړي او اوږده پیر لپاره په ټاکلې شوی موخو باندې یو ځغلنده نظر اچول ښیئ چې نه یواځې پورتني بنسټیزې موخې سرته نه دي رسیدلي بلکې سره لدی چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د نړیوالې ټولنې اعلان شوې میلیاردونه ډالر مرسته راشیوه کیږي، په ټولو ډګرونو کې پیل شوي ندي.

د ملي روغې جوړې سیاست او هغه بنسټییز بدلونونه چې د وطن ګوند په موخو کې طرحه، تصویب او د هغو د پلي کولو لپاره ټول توان پکار واچول شو، د ډاکتر نجیب الله له تلپاتې شخصیت سره د نوموړي سیاست د ممثل په توګه د وطن او ګوند په تاریخ کې ځای شوې دی.  سره لدې چې د ذکر شوي ملي او وطني سیاست یو شمیر مخالفین د ډاکتر نجیب الله د خلکو خوښونکې شخصیت څخه لکه څرنګه چې د هغه له نه ستړې کیدونکو وطنپالو هڅو او هاند څخه د ځان غوښتنې په لمبو کې سوځیدل، د هغه د اتلولی د شهادت څخه وروسته لدی کبله چې د افغانستان په خلکو کې یې ګرانښت نور هم زیات شو، لا تر اوسه د نه پیرزوینې له رنځ څخه په عذاب دی.

هغه د خپلو خلکو، وطن او ګوند د ترقی غوښتونکو او وطنپالو ایډیالونو لپاره هڅه و هاند وکړ، د ټولو افغاني وطندوستانو لپاره د ویاړ وړ دی. 

داسې یو ستر شهادت چې د خلکو د خوشالي په لاره کې د وطن د اوسني تاریخ د یوه اټل په څیر په یوازني سر د افغانستان له تاریخی دښمنانو سره په مخامختوب کې د خپلو نیکونو په پرتم، لوی والي او بلهاریتوب، د راکاږلی شوي لیکې تر پایه تا نهایت خط کشیده ټینګ پاتې شو او خپل شهادت یې لکه د وزیر اکبر خان خنجر د ډیورند په لیکه وواهه ته هر وطندوست افغان د درناوي سر ټیټوي. 

د هغوی د همدې ستر شهادت مقام ته یې قصیدې، مرثیې او سلګونو شعرونه ویلي دي، له همدې کبله د هغه شخصیت د غازي امان الله خان او نورو ملي مشرانو له شخصیت سره په یوه لیکه کې پرتله کوي او د ملي مشر په توګه درناوی ورته کوي او په همدې دلیل د هغوې انځورونه او ویناوې د وطن په هر ګوټ کې چاپوي، د افغانستان خلک پخپلو څرګندونو کې د هغه د حاکمیت دوره د هغه شخصیت او شهادت ته د درناوی په څرګندولو یادوي.

شهید ډاکتر نجیب الله د روغې جوړې د ملي او وطني سیاست د ممثل په توګه د یوه ګوند او سازمان د ګټو د تامین تر موخې جګ ژوند و هڅه او هاند وکړ او ټولو افغاني وطندوستانو ته یې ګران معنوي میراث په ځاې پریښود.  موږ د هغوې ژوند، کار، مبارزې او ستر تاریخي شهادت، چې د افغانستان د خلکو د ازادي خوښونې، وطندوستي، ترقي غوښتنې او ملي یووالي نښه ده، د زړه له کومې درناوی کوو او په دی ویاړو چې د افغانستان د تاریخ د داسې ستر انسان تر مشري لاندې مو د خلکو د خوشالي او د وطن د مخته تګ په لار کې هڅه او هاند کړې دی چې ایډیالونه او د عمل او مبارزې ریښتینوالې یې د هیواد د راتلونکي نسلونو لپاره د لارې مشال دی.

چه پر جلال و پر شکوه و ابهت است
که آدمی برای ایده های خویش
بپای دار میرود
و تا نهایت خط کشیده
استوار میرود...

ارواح دی ښاده، د وطن پالنې ایډیالونه دی ترسره شي

ګل خان اکبري
نوې ډیلې د ۲۰۰۵ سپتامبر

 

اخځونه:

۱- د شهید ډاکتر نجیب الله بیانیه د مرغومي ۲۵، ۱۳۶۹ ل د ملي روغې جوړې د څلورمې کلیزې په مناسبت.

۲- له هماغې وینا څخه.

۳- د وطن ګوند د بنسټ ایښوونکې کنګرې له اساسي رپورټ څخه د چنګاښ ۶، ۱۳۶۹ ل.

۴- له هماغه رپورټ څخهږ

۵- د شهید ډاکتر نجیب الله له وینا څخه د ملي روغې جوړې د عالي کمسیون په فوق العاده غونډه کې د مرغومي ۲۶، ۱۳۶۶ ل.

۶- د وطن ګوند موسسې کنګرې ته د اساسي رپورټ څخه. 

 

 

   بازگشت به صفحۀ اصلی