www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

 تاریخ نشر:28.09.2007

 په هالند کې دشهید ډاکتر نجیب الله دشهادت د یوولسمې کالیزې دلمانځلو په شانداره غونډه کې دافغانستان دجمهوري دولت د پخواني جمهور  رئیس لومړي مرستیال او ملي شخصیت ښاغلی عبدا لرحیم هاتف شفاهي وینا.

د ۲۰۰۷ کال د سپټمبر  ۲۲ مه


محترم عبدالرحیم هاتف
 

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکا ته :

   نن دسوګوارۍ او د خواشینۍ ورځ ده، پدې ورځ دافغانستان یو لوی شخصیت چې دافغانستان په تیر سل کلن تاریخ کی یې ډیر مثالونه نه دی تیر شوی، اوس نسته اوسبا مالومه نده چې په افغانستان کې څه جریان راځي، یو سړی چې دډیرو خلکو امیدونه دده پورې تړلی وه خپل ارمان ته ورسید . بار بار یې ویلی وه چې زه تر خپل ژوند، تر خپلو وینواو تر خپل سر ددې دپاره تیر یم چې هیواد ته یوه سوله راشي، دهیواد خلک ارام شي او یو دبله سره مړه نکړي. مګر متاسفانه دی شهید شو او سوله تر اوسه هم نده راغلی، هغه سوله چې ډاکتر نجیب الله غوښته لا تر اوسه هم خوب او خیال دی.  دډاکتر نجیب الله په وجود کې مونږ ډیره لویه ضایعه ورکړیده .

کاروان شهید رفت از پیش
وحال ما رفته
گیر میاندیش

                 ازشمار دوچشم یک تن کم
                 ازشمار خرد  هزاران  بیش

   یقینآ تاسو واوریدل، زمونږه هیر وه چې ډاکتر نجیب الله څه ویل؟ څنګه سړی وه؟ دادی تصویر یې دتاسو په حضور کې خبرې وکړې (هغې وینا ته اشاره ده چې دمحترم هاتف دوینا څخه وړاندې دمینیتور په مټ دشهید نجیب الله دیوې وینا لنډیز دغونډې ګډون کوونکو ته واورول شو) بیایې هغه زوړ جریان تداعي کړ چې دځان دپاره یې هیڅ نه غوښتل خو دهیواد دپاره یې هر څه غوښتل او داسې خلک چې خپل جیب، خپل نس، خپله ګته هیروي او دنورو دپاره خپل ژوند او خپل عمر وقفوي ډیر نادر دي، داسې انسانان لږ پیدا کیږي یو دهغو څخه ډاکتر نجیب الله وه.  ډاکتر نجیب الله کثیرالابعاده شخصیت وه یو چیرې به یوقومیت ته منسوب وه، یو چیرې به یو حزب ته منسوب وه او یو بل چیرې به یو محل ته منسوب وه اما تر ټولو لوړ نسبت یې دافغانستان دعوامو سره ډیره نږدې او عمیقه رابطه وه٬ همغه وه چې خلکو دده په خبرو داسې ایمان درلود لکه څوک چې یو کرامت مني.  دده خبری بار بار خلکو تکرارولې چې دلته به دوینو دریابونه وبهیږي٬ دلته به خلک بې پته کیږي داخو ټولې دده خبرې ریښتیا شوې ایا معجزه یې درلوده ؟ که الهام ورته راته ؟ مونږ ده ته دمعجزې او الهام راتلو عقیده نلرو خوده عقل درلوده، پوهیده او تحلیل یې درلود، داسې تحلیل یې درلود چې دا وطن یې ښه پیژندلی وه او دا پدا نسبت چې ده وطن پیژندلی وه دهغه سره یې نږدې او قلبي رابطه درلوده او په همدې نسبت دی دخلکو په زړو کې اوس ځای لري، پداسې وخت کې دخلکو په زړو کې ځای لري چې جمهور رئیس ندی، وروسته له هغې چې دی وژل شویدی، وینې یې بهیدلی دي.  چا مړ کړ ؟ هر چا چې مړ کړ هغو ګټه نده کړې.  چا یې مخالفت وکړ ؟؟ هر چا یې چې مخالفت کړی هغه شرمنده شویدی، دهغو نومونه ورک شوی دي، په ژوند کې مړه شوی دي خو دی له مرګه وروسته هم ژوندی دی.  تاسو چې ددې ماتم په ورځ دلته راټول یاست زه دتاسو په لیدو ډیر خوشاله یم زه فکر کوم چې زه پخپل وطن کې یم خو ډیره خوشحالي مې لدې څخه ده چې تاسو خپل زعما نه هیروۍ دهغو درنښت کوی هغه چا چې دخلکو دپاره یې ښه نیت درلود دهغو تجلیل کوی، هغه په تجلیل ارزي.  نجیب الله مړ دی داد ټولو انسانانو سرنوشت دی مګر نجیب الله نه یوازې دتاسو په زړو کې چې دټولو افغانانو اوحتی دده ددښمنانو په زړو کې هم ځای لري، خپل مقام لري او هغه مقام ته خلک احترام کوي

مرد مرادی نه همانرا که مرد
مرگ مرادی نبود کار خورد

                   جان گرامی به پدر باز داد
                   کالبد تیره به مادر سپرد

     دی خپلې مورنۍ خاورې ته ورغی٬ اواره نه سو، خو متاسفانه مونږ اوتاسو اواره یوو، مونږ او تاسې داسې یو لکه دګدی پران تار چې وشلیږي نو باد یې چې هرې خواته یوسي ولی دی پخپله خاوره کې خښخ شو او هغه چا چې ادعا وکړله چې دی مونږ وژلی دی هغو غلطه خبره کړیده٬ دنجیب الله مرګ داسې اسانه نه وه.  یو داسې طالب چې نوی دې کابل ته راغلی وي بیا دې دا صحرایي طالب ته دملل متحد ددفتر لاره هم معلوه وي چې نجیب الله هلته دی٬ هغه راایستلی هم شي او وژلی یې هم شي دا له عقله بعیده خبره ده.  نجیب الله دومره لوی سړی وه چې داسې معمولي خلکو دی وژلی نشو، نجیب الله لویو قدرتو وژلی دی. لویو قدرتو تر نجیب الله وروسته موجوده وضعه راوستلی ده، تر ده له مخه هم هغو دا وضعه راوستلی وه معلومه نده چې تر څه وخته دې وضعې ته دوام ورکوي؟؟ مګر دومره لوی مرګ، دومره لوی شخصیت په یوه کوچني طالب باندې تاوانول دعقل او منطق څخه لرې ده بیا نجیب الله یو فزیکي شخصیت نه وه چې دی مړ سو او بدن یې خاورې سو.  لده خو اثار پاته دي، دده خو سیاست پاته دی٬ دده خو مقولې پاتې دي.  یو عربي شعر دی چې ما په ۱۳۲۰ کال دسلطان محمود غزنوي په قبر ولوسته( مونږ یې  دلته یوازې پښتو ژباړه راوړو) شاعر وایي دا زمونږ اثار دي تاسو زمونږ دې اثارو ته وګورۍ، مونږ به تللی یو خو زمونږ اثار به پاتې وي او دهغو څخه تاسو عبرت واخلۍ...  نجیب الله په خاصه توګه دیوې کوچنۍ فرقې٬ دیوه حزب چې هغه دخلکو ډیر کوچنی اقلیت ده دهغه سپیکر وه دهغه مشر وه٬ ددولت رییس وه خو په عام صورت باندې دټولو وطنپالو دزړونو په مزرعه کې دده دنیکۍ نهال کرل شویده چې هغه تر اوسه هم باقي پاته دی.  زه ډیر ستاسو وخت نه نیسم تاسې به نورې خبرې هم لرۍ او دروژې میاشت هم ده ... پدې خبره چې تاسو دلته راټول شوی یاست خورا خوشاله شوم چې بیا دخپلو وطندارانو سره یوځای وینم او دنجیب الله ذکر خیر کوی.  زما علایق دنجیب الله سره له یوې خوا داوه چې زه دده معاون وم او دی زما امر وو، زما انتصاب او استخدام دده په لاس کې وو مګر زه تاسو ته په یقین سره ویلای سم چې ددغه سړي دومره اداب وه چې زه په یقین وایم لکه ډیر مطیع زوی چې دپلار احترام کوي په هماغه اندازه نجیب الله زما احترام کاوه.  خدای دې دده سره احسان وکړي داخو زما دده سره خصوصي مناسبات دي خو زما او دده وطني مناسبات داسې دي چې ما دده په وجود کې ددې وطن دیو لوی خادم څیره لیده، ځکه چی خلک دا فکر کوي زه نه یم خبر چې دا به دغسې وي که نه خلک دا فکر کوي چې که نجیب الله ژوندی وای دا وطندارانو به مراجعه کړی وای، پښیمانه سوی به وای چې راشه وروره هغه څه چې تا ویل هغه ټوله صحیح وه مونږ خطا کړی وه ته اوس راشه بیرته زمونږ دا کشتۍ چې نن یا سبا به ډوبیږی  دا دنجات ساحل ته ورسوه، داسې په افغانستان کی وروسته داعلیحضرت امان الله خان څخه بل څوک ندی پیدا شوی، یوازې ډاکتر نجیب الله وو چې هغه ته دخلکو اسره وه دخلکو ورته امید وو، دغه دخلکو امید ګاه، دخلکو د اسرې ځای دافغانستان دخلکو دښمنانو نه غوښتل چې باقي پاتې شي هغو دی په هر قیمت چې وه له منځه یې یووړ او مونږ باید دا یوه خبره په ذهن کې ولرو چې نجیب الله پدې خبره کوچنی نه کړو چې په یوه طالب او په یوه مظلوم باندې یې تاوان کړو بلکه نجیب الله ډیر غټ سړی وو، ددې وطن دپاره یې ډیر وزن درلوده او هغه معمولي خلکو او معمولي قدرتو له منځه ندی وړی.

 ډیره مننه .

 

   بازگشت به صفحۀ اصلی